تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د پاکستان د منځګړيتوب پر رول د باور څرګندونه وکړ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د مودې د غځېدو هرکلی کړی او د پاکستان د منځګړيتوب د رول بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی
ملګرو ملتونو د ولسمشر ټرمپ د اوربند د مودې د غځولو له پرېکړې ملاتړ کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پاکستان ډیپلوماتیکې هڅې ستایلي او هغه یې د یوې تلپاتې او پایدارې حل لارې لپاره اړینې بللې دي

ملګرو ملتونو د ولسمشر ټرمپ د اوربند د مودې د غځولو له پرېکړې ملاتړ کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پاکستان ډیپلوماتیکې هڅې ستایلي او هغه یې د یوې تلپاتې او پایدارې حل لارې لپاره اړینې بللې دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د امریکا د ولسمشر له لوري د اوربند د مودې د غځېدو اعلان هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو په لور یو مهم پړاو بللی دی ملګرو ملتونو په دې حساس وخت کې د پاکستان د فعال ډیپلوماتیک رول او د منځګړيتوب هڅو بشپړ ملاتړ هم بیا تائید کړی دی

د پاکستان مهم رول

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل ځانګړي بیان کې ویلي چې د خبرو اترو د اسانتیا په برخه کې د پاکستان رول ستایي. هغه هیله څرګنده کړې چې د پاکستان دا مخلصانه هڅې به د ایران او امریکا ترمنځ د یو جامع او دوامدار حل لپاره لار هواره کړي، څو وضعیت د تلپاتې سولې او ثبات لوري ته لاړ شي

د ډیپلوماسۍ لپاره نوی فرصت

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارک ویلي چې د اوربند دا غځېدل د ایران او امریکا ترمنځ د باور جوړونې او ډیپلوماسۍ لپاره یو نادر فرصت برابر کړی دی.د ملګرو ملتونو دفتر له ټولو اړخونو غوښتي چې دا مثبت پرمختګ پر مخ یوسي، له پاروونکو کړنو ډډه وکړي او د اوربند بشپړ درناوی یقیني کړي

رغنده مذاکرات

د ملګرو ملتونو مشر له ټولو اړخونو غوښتي چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره په خبرو اترو کې مثبت او رغنده رول ولوبوي. هغه ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې د ټولو اړخونو مسوولیت دی چې له هغو کړنو ډډه وکړي چې د سولې هڅې زیانمنې کړي

یادونه کېږي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په سیمه کې د احتمالي لویې نښتې د مخنیوي لپاره ښکاره او پټې ډیپلوماټیکې هڅې کوي، چې اوس یې مثبتې پایلې د نړیوالې اوربند او خبرو اترو په بڼه څرګندې شوې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *