تازه خبرونه

په هنګو کې د پولیسو بریالی عملیات، ۷ ترهګر وژل شوي

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی
د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا د ترهګرو پر ضد لوی عملیات ترسره شوي چې پکې ۸ ترهګر وژل شوي او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی. په سیمه کې د پاکسازۍ عملیات لا هم روان دي

د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا د ترهګرو پر ضد لوی عملیات ترسره شوي چې پکې ۸ ترهګر وژل شوي او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی. په سیمه کې د پاکسازۍ عملیات لا هم روان دي

د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په بختو ټاپ سرکي او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په سختو نښتو کې ۸ وسله‌وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د کوهاټ د ریجنل پولیس افسر (آر پي او) عرفان طارق له مخې، دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې په یادو سیمو کې د وسله‌والو د شتون معلومات ترلاسه شول او عملیات ترسره شول

د پولیسو د ویاند په وینا، د نښتې پر مهال یو پولیس سرتېری د شهیدۍ لوړ مقام ته رسېدلی، او یو بل سرتېری ټپي شوی دی چې روغتون ته لېږدول شوی دی

آر پي او کوهاټ ویلي چې پولیسو له تېرو څو ساعتونو راهیسې د وسله‌والو پر ضد کلابندي تنگه کړې او په سیمه کې د پاکسازۍ عملیات لا هم روان دي

امنیتي چارواکو ویلي چې یادې سیمې محاصره شوې دي او د وسله‌والو ممکنه پټنځایونه په نښه کېږي. د عملیاتو هدف دا دی چې سیمه له ناامنه عناصرو پاکه شي او د امن او نظم وضعیت ټینګ وساتل شي. چارواکو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به عملیات دوام ولري

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *