جلیانواله باغ او د استعمار خونړی تاریخ
کله چې د تاریخ پاڼې هر ځل د ۱۳ اپرېل پر مخ اوړي، د انسانیت سر له شرمه ټيټ شي او د ۱۹۱۹ هغه خونړی منظر د سترګو مخې ته ودرېږي، کله چې د امرتسر په جلیانواله باغ کې برتانوي استعمار د بېوسه او بېګناه انسانانو له وینو سره لوبې وکړې. دا یوازې د تېر وخت یوه پېښه نه ده، بلکې د هغه فکر ماتم دی چې تل یې د ځواک په نشه کې د انسان عزت تر پښو لاندې کړی او د سولې مرغان یې د بارودو په لوګي کې خښ کړي دي
د دې دردناکې پېښې ریښې د بدنام “رولټ ایکټ” په قانون کې نغښتې وې، چې د برصغیر ازادۍ غوښتونکو “تور قانون” باله، ځکه دا داسې جابرانه قانون و چې د بشري حقونو هر بنسټ یې نړاوه. د رولټ ایکټ تر ټولو وحشتناک اړخ دا و چې دولت ته یې دا بشپړ واک ورکړی و چې هر وګړی یوازې د شک پر بنسټ، له کومې محکمې، وکیل یا د اپیل حق پرته کلونه بندي کړي. دا قانون په اصل کې د برتانوي استعمار هغه وېره ښکاروله چې د برصغیر د خلکو د بیدارۍ او ازادۍ له جذبې سره یې احساسوله
تاریخي تسلسل
که موږ نن د اوسني دور په ظالمانه شرایطو کې دا استعماري جبر پرتله کړو، نو حقیقت د لمر په شان روښانه کېږي چې که څه هم نومونه بدل شوي او څېرې نوې بڼې لري، خو د ظلم ذهنیت هماغه پخوانی پاتې دی. د اسراییل له لوري د فلسطیني خلکو پر ضد د “اداري بند” سیستم، چې د ترهګرو لپاره د سزا قانون بلل کېږي، په حقیقت کې د رولټ ایکټ یو نوی بڼه او انعکاس دی. لکه څنګه چې برتانوي استعمار د “نه وکیل، نه دلیل، نه اپیل” په اصل د خلکو غږ خاموشاوه، همدارنګه نن هم زرګونه فلسطینیان د “پټو شواهدو” په نوم زندانونو ته اچول کېږي، چیرې چې بندیان حتی نه پوهېږي چې جرم یې څه دی او تر څو به په بند کې وي
دا دواړه قوانين د دې خبرې شاهد دي چې استعمار که پخوانی وي او که نوی، تل د انصاف دروازې تړلي ساتي تر څو خپله واکمني وساتي د اسراییل دا نظام د ظلم څرګندونه کوي چې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي او د هیڅ اخلاقي حد پابند نه دی
رولټ ایکټ او د قانون د ظلم وسیله جوړېدل
د دې دواړو جابرانو ترمنځ یو ژور تړاو د نسلي برترۍ هغه فکر دی چې نیول شوي خلک انسان نه، بلکې یوازې شمېرې یا هدفونه ګڼي. کله چې جنرال ډایر په جلیانواله باغ کې د وتلو یوازینۍ لار وتړله او پر خلکو یې ډزې وکړې، نو هدف یې یوازې د غونډې تیتول نه و، بلکې په خلکو کې د داسې وېرې خپرول و چې نسلونه یې هېر نه کړي. همدا وحشیانه چلند نن په غزه او لویدیځه غاړه کې تکرارېږي
د اسراییلو ظلم یوازې فزیکي نه دی، بلکې یو منظم نسلکشي ده چې غواړي یوه ټولنه له جغرافیې او تاریخ څخه محوه کړي. لکه د برتانوي استعمار په څېر، اسراییل هم ځان متمدن او دیموکرات هېواد ښيي، خو لاسونه یې د بېګناه فلسطینیانو په وینو سره دي. روغتونونه بمبارېږي، کډوال کمپونه ویجاړېږي او ماشومان د لوږې او تندې له امله وژل کېږي—دا ټول د معاصر استعمار هغه تور فصلونه دي
د اسراییلو دا ظلم یوازې تر جسم پورې محدود نه دی، بلکې د یوې منظمې نسلي محوې هڅه ده. نړیوال وجدان له منافقت سره مخ دی؛ کله چې د جلیانواله باغ پېښه یادیږي نو ټول غندنه کوي، خو کله چې هماغه ظلم په فلسطین کې تکرارېږي، لوی ځواکونه چوپ پاتې کېږي
له جلیانواله باغ څخه تر فلسطین پورې د استعماري فکر دوام
تر هغه چې نړۍ کې د رولټ ایکټ په څېر تور قوانین او د جلیانواله باغ په څېر خونړۍ پېښې وي، تر هغې نړیواله سوله یو خوب پاتې کېږي. تاریخ دا درس راکوي چې ظلم که هر څومره قوي وي، بالاخره له منځه ځي. د حق بریا حتمي ده، او د ازادۍ جذبه تل د جابر ځواک پر وړاندې درېږي دا اداریه د ټولو هغو مظلومانو په نوم ده چې د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د استعماري ظلم ښکار شوي، خو مات شوي نه دي