تازه خبرونه

اسلام‌آباد مذاکراتو وروسته کړکېچ: د ټرمپ سخت دریځ، هرمز کې عملیات او د اټومي شخړې له امله خبرې ودرېدې

د امریکا ولسمشر ټرمپ خپل بیان کې ویلي چې د مذاکراتو د ناکامۍ یوازینۍ وجه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د هغه دریځ و. هغه وویل چې د ډېرو مسایلو پر سر هوکړه شوې وه، خو ایران د اټومي موضوع په اړه هېڅ ډول نرمي ونه ښوده، له همدې امله وروستۍ هوکړه ممکنه نه شوه
ټرمپ د پاکستان رول وستایه، د شهباز شریف او عاصم منیر مشرتابه او مېلمستیا یې ستایلې ده

ټرمپ د پاکستان رول وستایه، د شهباز شریف او عاصم منیر مشرتابه او مېلمستیا یې ستایلې ده

اسلام‌آباد: د امریکا او ایران ترمنځ اوږدې خبرې اترې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي. د ۴۷ کلنې دښمنۍ د ختمولو لپاره ۲۱ ساعته مذاکرات هم کافي نه شول. د خبرو له پای ته رسېدو سره سم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سخت او تفصیلي بیان ورکړ، چې د ډیپلوماتیک پرمختګ پر ځای یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښه وښوده

ټرمپ وویل چې خبرې اترې ښه روانې وې او پر ډېرو مسایلو هوکړه شوې وه، خو اصلي او مهمه موضوع د ایران د اټومي پروګرام وه، چې په همدې کې پرمختګ ونه شو. د هغه په وینا ایران له خپل اټومي پروګرام څخه د شا تګ لپاره چمتو نه و

هغه په څرګنده وویل چې امریکا به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو اجازه ورنه کړي

د ناکامۍ لامل څه دی؟

د ټرمپ بیان یوازې سیاسي غبرګون نه بلل کېږي، بلکې د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو واضح پیغام ګڼل کېږي. هغه ایران مستقیم د ناکامۍ مسوول وباله او وویل چې اصلي ستونزه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د هغه دریځ و هغه زیاته کړه چې ایران د اټومي وسلو له جوړولو څخه د تېرېدو اراده نه لري، او همدا د خبرو بنسټیز خنډ و.

د هرمز تنګي او پوځي فشار

د ټرمپ د بیان تر ټولو مهمه او خطرناکه برخه د هرمز تنګي په اړه ده، چیرې چې د سمندري فشار او ممکنه محدودیتونو اشاره شوې ده.

هغه وویل چې که اړتیا پېښه شي نو امریکایي سمندري ځواکونه به اقدامات وکړي، او هر هغه کښتۍ به ودرول شي چې ایران ته تګ راتګ کوي یا مالي ګټه رسوي.

هغه ایران ته “نړیوالې باج اخیستنې” تور ولګاوه او خبرداری یې ورکړ چې هر برید به سخت ځواب وویني.

راپورونه ښيي چې د امریکا سمندري ځواکونه لا دمخه په سیمه کې خپل حضور زیات کړی دی. د کانونو د پاکولو او د سمندري لارو د خوندي کولو هڅې هم روانې دي، خو ایران دا ادعاوې ردوي د هرمز تنګی د نړۍ د تیلو مهمه لار ده، او هر ډول کړکېچ په دې سیمه کې کولی شي د تیلو بیې لوړې کړي او نړیوال اقتصاد ته زیان ورسوي

پاکستان او منځګړیتوب

ټرمپ د پاکستان رول ستایلی او د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر یادونه یې کړې، او ویلي یې دي چې پاکستان په مذاکراتو کې مهمه همکاري کړې ده

پایله

اوس وضعیت دا ښيي چې امریکا او ایران د ډیپلوماسۍ او فشار ترمنځ ولاړ دي. یو لوری خبرې غواړي او بل لوری پوځي فشار زیاتوي. دا حالت د سیمې لپاره ډېر حساس او خطرناک بلل کېږي، او د سولې لپاره لا هم د خبرو دروازه په بشپړ ډول نه ده تړل شوې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *