امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره وروستي مذاکرات په ظاهري ډول مثبت وو او پر ډېری مهمو ټکو موافقه هم شوې وه، خو د اټومي پروګرام اساسي مسئله حل نه شوه، چې له امله یې وضعیت بیا کړکېچن شوی دی. هغه اشاره کړې چې امریکا به په د هرمز تنګی کې سمدستي بندیزونه او سمندري اقدامات پیل کړي
ټرمپ په خپل بیان کې ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونه د نړۍ تر ټولو قوي ځواک دی او ورته لارښوونه شوې چې د هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو او داخلېدونکو بېړیو څارنه او مخنیوی وکړي، په ځانګړي ډول هغه کښتۍ چې ایران ته هر ډول باج یا پیسې ورکوي د هغه په وینا، د ایران له لوري د ماینونو د شتون ادعاوې “نړیواله باجاخيستنه” ده
اټومي پروګرام
هغه خبرداری ورکړی چې امریکا به د هرمز تنګي کې هر ډول احتمالي ماینونه له منځه یوسي او د هر برید یا ډزو سخت ځواب به ورکړي. ټرمپ زیاته کړې چې ایران ته د وضعیت د ختمېدو لاره معلومه ده، خو هغوی د خپل اټومي دریځ په اړه نرمښت نه ښيي
امریکایي ولسمشر ادعا کړې چې ایران د خپل اټومي سیاست له امله مخکې له مخکې زیانمن شوی، او د امریکا پوځ بشپړ چمتو دی او اړتیا پېښېدو سره نور اقدامات هم کېدای شي. هغه دا هم ویلي چې ځینې نور هېوادونه ممکن د احتمالي بندیز ملاتړ وکړي، خو دا خبره تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې
مذاکراتو یادونه
ټرمپ د اسلاماباد د مذاکراتو یادونه هم کړې او د پاکستان د مشرتابه، په ځانګړي ډول د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر د کوربتوب او رول ستاینه یې کړې، او ویلي یې دي چې دغه خبرې نږدې ۲۰ ساعته روانې وې
شنونکي وایي چې دا څرګندونې کولی شي د سیمې کړکېچ نور هم زیات کړي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي په څېر حساس نړیوال سمندري لارو کې، چې هر ډول پوځي اقدام یې د نړۍ د تېلو او سوداګرۍ پر بهیر ژور اغېز لرلی شي