تازه خبرونه

د هرمز تنګي د بندېدو اعلان؛ د ډونلډ ټرمپ له لوري د ایران پر وړاندې تر ټولو سخت اقدام

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د هرمز تنګي د بندېدو اعلان کړی، چې له امله یې په نړيوال بازار کې د تېلو بيې له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړې شوې دي
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي د سمندري ناکه‌بندۍ اعلان کړی او د ایران د تېلو سوداګرۍ د بندولو امر یې ورکړی دی. د اسلام‌آباد مذاکراتو له ناکامۍ وروسته به د امریکا سمندري ځواک له نن څخه عملیات پیل کړي

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي د سمندري ناکه‌بندۍ اعلان کړی او د ایران د تېلو سوداګرۍ د بندولو امر یې ورکړی دی. د اسلام‌آباد مذاکراتو له ناکامۍ وروسته به د امریکا سمندري ځواک له نن څخه عملیات پیل کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران سره د سولې خبرو کې د تعطل وروسته د هرمز تنګي د سمندري ناکه بندۍ رسمي اعلان کړی دی د دې پرېکړې له مخې، د امریکا سمندري ځواک به له نن ماښام څخه د دې مهمې نړیوالې لارې څخه تېرېدونکو بېړیو کلکه څارنه او کنټرول پیل کړي، څو د ایران د تېلو سوداګري په بشپړه توګه بنده کړي

ټرمپ په خپل بیان کې چې پر “ټروت سوشل” خپور شوی، څرګنده کړې چې دا ګام د ایران له لوري د هرمز تنګي د پرانیستلو د ژمنې د ماتولو او د اسلام‌آباد مذاکراتو د ناکامۍ په غبرګون کې اخیستل شوی دی. هغه پر تهران د “نړیوالې باج‌اخیستنې” تور ولګاوه او ویې ویل چې امریکا به هېڅ هغه بېړۍ ته د تېرېدو اجازه ور نه کړي چې ایران ته یې د تېرېدو فیس ورکړی وي. د امریکا مرکزي قوماندې (CENTCOM) هم ویلي چې د ایران بندرونو ناکه بندي به د دوشنبې په ورځ د 14:00 GMT څخه عملي شي

پر نړیوال اقتصاد اغېزې


د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې امریکا اوس د روسیې او سعودي عربستان څخه هم زیات تیل لري، نو د ایران فشار به نور اغېز ونه لري هغه ټینګار وکړ چې ایران ته به هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو اجازه ور نه کړل شي. بل لور ته، د دې اعلان سره سم د نړۍ په بازارونو کې د خام تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو فی بېرل څخه پورته شوې دي، او په اسیايي سټاک مارکېټونو کې هم د کمښت نښې لیدل کېږي

د تهران غبرګون او د شخړې خطر


ایران د امریکا ګواښونه رد کړي او سخت دریځ یې خپل کړی دی. د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران په مذاکراتو کې ښه نیت ښودلی، خو د فشار په وړاندې به تسلیم نه شي. د سپاه پاسداران ځواکونو خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي ته نږدې هر پوځي حرکت به د اوربند سرغړونه وګڼل شي، چې له امله یې په سیمه کې د مستقیمې پوځي نښتې خطر زیات شوی دی

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *