تازه خبرونه

لنډي کوتل کې دوه ورځې طبي کیمپ پای ته ورسید

د سترګو درملنې دا میډیکل کیمپ د فرنټیرنارتهه او خیبررایفلز فورس په هڅو روټس سکول سسټم پاکستان او الشفا راولپنډي په مرسته لګول شوې وو
په دې میډیکل کیمپ کې له دو زرو زیات مریضانو علاج وکړې شوي او دوی ته دارو درمل هم ورکړل شو

په دې میډیکل کیمپ کې له دو زرو زیات مریضانو علاج وکړې شوي او دوی ته دارو درمل هم ورکړل شو

لنډي کوتل: د فرنټیر کور نارتھ او خیبر رایفلز ترسیوري لاندې او د روټس سکول سسټم پاکستان او الشفا آیی ټرسټ راولپنډي په مرسته په لنډي کوتل کې نن د چهارشنبې په ورځ دوه ورځنۍ د سترګو وړیا طبي کېمپ په بریالیتوب سره پای ته ورسیدو
د میډیکل کیمپ تابیا کوونکو ترمخه ددوی بنیادي مقصد دا ددې چې په قبایلي سیمه لنډي کوتل کې ځایی اولس ته معیاري او وړیا طبي سهولت ورکړي.

د خیبر رائفلز کمانډنټ، کرنل سید احمد، په دویمه ورځ د کېمپ دوره وکړه او د بېلابېلو څانګو معاینه یې وکړه. نوموړي د برابر شوو طبي اسانتیاوو او انتظاماتو مفصل جاج واخیست، د طبي عملې هڅې یې وستایلې او ناروغانو ته پر ورکړل شوو خدمتونو او سهولتونو یې خوښي او ډاډ څرګند کړ
د وړیا سترګو (آی) کېمپ پر مهال ټولټال ۲۴۶۳ ناروغان معاینه شول. متخصص ډاکټرانو او پېرېمیډیکل کارکوونکو د ناروغانو بشپړ معاینات ترسره کړل او د هغوی د ناروغیو تشخیص یې وکړ

اړمنو ناروغانو ته وړیا درمل ورکړل شول، او د نظر د کمزورۍ لرونکو کسانو ته وړیا عینکې هم ورکړل شوې، سربېره پر دې، هغه ناروغان چې له پېچلو ناروغیو سره مخ وو، د لا نورو درملنو او تعقیبي معایناتو لپاره اړوندو روغتونونو ته را او غوښتل شول
ځايي مشران او د سیمې اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو دغه فلاحي ګام وستایه او دا یې د ولسي خدمت یو مثبت او د ستاینې وړ اقدام وباله. هغوی هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د همدې ډول طبي کېمپونو لړۍ دوام ومومي، څو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د هغوی پر کورونو نږدې طبي اسانتیاوې برابرې شي.

رحمان الله افریدۍ چې د آل خیبر اتحاد کمیټۍ یو غړې دې ایچ ټي این پښتو ته ی وویل چې ویړیا میډیکل کیمپ تابیا کوونکو تنظیمونو څخه ځانګړې مننه کوي ځکه چې دلته په لنډی کوتل کې ځایی اولس د صحت سهولتونو د کموالي د ستونزو سره مخې دې
هغوی وویل چې په لنډي کوتل روغتون کې د ځایی اولس ته د صحت اسانتیاوې د نشت برابرې دي ،زیاته ی کړه چې که ډاکټران وی نو په دې ورغتون کې ویړیا دوایانې نه ورکول کیږي
هغه وویل چې ځایی اولس د ایف سي ځواک څخه هم ځانګړې مننه کړې چې د سترګو د علاج دا کیمپ ی ولګولو او په سلګونو خلکو ترې ګټه پورته کړه

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *