تازه خبرونه

لنډي کوتل نه غیرقانوني افغان مهاجر افغانستان ته واپس ولیږل شول

پولیس سرچینې وایی چې نن هم له لنډي کوتل څخه څلور غیرقانوني افغان مهاجرین واپس افغانستان ته ولیږل شول
لنډي کوتل نه تیره ورځ هم ۳۳ افغان وګړي افغانستان ته ډیپورټ شول

د لنډي کوتل پولیسو رسنیو ته وویل چې یو افغان مهاجر د خپلې پاکستانۍ ښځې له امله افغانستان ته ډیپورټ نه کړې شو

پاک افغان پوله تورخم سره څیرمه د لنډي کوتل تحصیل په بازار کې نن د یکشنبې ،اتوار په ورځ غیرقانوني افغان مهاجرنیو پر ضد اقدام وشو

د پولیسو سرچینو ویلي دي ، نن په  لنډي کوتل بازار کې  پینځه افغان مهاجرین ونیول شول

پولیسو اوویل چې یو تن چې کورودانه ی پاکستانۍ وه ،له پولیسو لوري پریښودل شو او نور څلور کسان د تورخم له لارې افغانستان ته واپس ولیږل شول

دلته مهمه ده چې یادونه شی چې پرون هم د لنډي کوتل څخه په خپل خوښه درې افغان کورنۍ چې ۳۳ غړی ی وو له تورخم له لارې خپل هیواد ته واپس ستانه شول

د لنډي کوتل انتظامیه ترمخه د کال ۲۰۲۵ په دسمبر میاشت کې ځایی انتظامیه په دې سیمه کې میشت غیرقانوني افغان مهاجرینو ته لارښوونه وکړه چې دوی دې واپس افغانستان ته لاړ شي

د انتظامیه یو اهلکار ترمخه لنډي کوتل کې تر ۸۰۰ اته سوه زیات افغان مهاجرین واپس خپل هیواد ته ستانه شوي دي دا هم باید یادونه وشی چې د افغان چارواکو ترمخه د پاکستان او ایران څخه له ۱۷لکه زیاته افغان مهاجرین واپس خپل هیواد ته راستانه شوي دي

نورخبرونه: لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو

کراچۍ کې غیرقانوني افغان مهاجرینو په پولیس حمله کړې

پاکستان څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو واپسي دوام لري

افغانستان څخه پاکستان ته د وسلې قاچاق مخه ونیول شوه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *