تازه خبرونه

پاکستان او چین: د ترهګرۍ پر ضد د صفر زغم تګلاره باندې هوکړه

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو دې مهمه غونډ کې دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چې دوه اړخیز باور به نو رهم پیاوړې کړي
د پاکستان او چین ترمنځ دوستي د کوه همالیه غرونو اوچته او قوي ده

د پاکستان او چین ترمنځ دفاعي او امنیتي همکاري، سوداګري او پانګونه، د خلکو ترمنځ اړیکې او ستراتېژیک تماسونو په اړه ژمنې وشوې

بیجینګ کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر مشرۍ لاندې د اووم ستراتېژیک ډایلاګ ګډې غونډې اعلامیه خپره شوې ده

 دغه غونډه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ای او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار په ګډه مشرۍ کې ترسره شوه.  

د اعلامیې له مخې، اسحاق ډار د چین بلنې ته په ځواب کې د جنوري له ۳مې تر ۵مې پورې بیجینګ ته سفر وکړ. دواړو لورو په غونډه کې په جنوبي اسیا کې پر سولې، د یو طرفه ګامونو پر مخالفت او د شخړو د سوله‌ییز حل پر اړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه، د کشمیر د مسئلې د حل لپاره د ملګرو ملتونو پر پرېکړه‌لیکونو د عمل اهمیت تائید شو

په اعلامیه کې  د ترهګرۍ پر ضد د صفر برداشت تګلارې او د دوه‌ اړخیز امنیتي همکاریو د زیاتولو هوکړه یې وکړه او یې وویل چې دسی پیک  دوهم پړاو، کرنه، کانونه او د ګوادر بندر پر پرمختګ کې به شراکت پراخېږي

په اعلامیه کې همدارنګه یادونه شوې چې چې د خلایی  په برخه کې همکارۍ به پر مخ ځي اوددې تمې څرګندونه وشوه  چې پاکستانی خلاباز  به د چین په خلایی  سټېشن کې ګډون وکړي

په ګډه اعلامیه کې پاکستان د “ون چین” تګلارې له مخې د تایوان، سنکیانګ، تبت، هانګ کانګ او جنوبي چین سمندر په اړه د چین ملاتړ تازه کړ او چین بیا د پاکستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د قوي ملاتړ ژمنه تکرار کړه

په ګډو خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي او امنیتي همکاري، سوداګري او پانګونه، د خلکو ترمنځ اړیکې او ستراتېژیک تماسونو په اړه په تفصیل بحث شو او پرېکړه وشوه چې دوه اړخیز باور نور هم پیاوړی شي

 دواړو هېوادونو اعلان وکړ چې په ۲۰۲۶ کال کې به د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۷۵مې کلیزې لمانځلو لپاره ځانګړې برنامې پیل کړي

همدارنګه دواړو هیوادونو  د “اړیکو نسل په نسل لېږد” او د همکارۍ د نوو برخو لټون باندې موافقه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د قوي ستراتیژیک اړیکو د نورو قوي کولو په اړه ی تکرار وکړو او د دوه اړخیزه ستراتیژیکو اړیکو قوي کولو ژمنه ی وکړه  

نورخبرونه: پاکستان په اړه د چین هیواد استازې هوژاومنګ مهمې خبر مخې ته راغلي دي

په سیمه کې ترهګریز ګواښونه: د پاکستان او چین پلاوي په سیمه کې  راپیښ ګواښونه ترخبرولاندې راوستلي

پاکستان او چین د “وارئیر-۹” ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

واخان دهلیز افغانستان او چین یو بل ته رانزدې کوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *