په شمالي وزیرستان کې په ۱۹ دسمبر د بویا پر فوځی قلعه باندې د ځانمرګي برید یو بل بریدګر پیژندګلو هم شوې ده
امنیتي چارواکو ویلي دي چې د یاد برید دویم بریدګر هم افغان وګړې وو ،د بریګر پیژندګلو د جانالله کوچی عرف ایوبي زاهد د دولت خان زوی په توګه شوې ده
سرچینې وایی چې یاد بریدګر د جانخېل قبیلې پورې تړاو لري او د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ د کوچی کلي اوسېدونکی دی
بویا ځانمرګي برید کې ځاني زیان
مهمه ده چې یادونه وشی چې په دې خونړي برید کې ۴ پاکستاني امنیتي سرتیري شهیدان شوي وو، دې سرتیرو په میړانه او په ډیره زړورتیه دا ځانمرګي برید ناکامه کړې وو او د کیمپ دننه سرتیرو ژوند ی بچ کړو
د بویا ځانمرګي برید یو بریدګر افغان وو
دلته مهمه ده چې یادونه وشي، د پاکستان امنیتي او استخباراتي سرچینې وایی د دسمبر په ۱۹مه د شمالي وزیرستان د بویا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز شوي ځانمرګي برید کی یو افغان وګړی هم پېژندل شوې دې
په دې خونړي برید کې د لومړي ځانمرګي بریدګر په شمول ټول ۵ پینځه برید ګر شامل وو ،یو برید ګرد سیکوریټي کیمپ مخې ته خپل د بارودو ډک ګاړي ته چاودنه ورکړه
سرچینې وایی یاد بریدګر ذکيالله چی په احمد وزیرستانی مشهور وو ، د افغانستان د مساحي ولسوالۍ د قطغن کلي اوسېدونکی وو
د پاکستان روښانه دریځ او د افغان طالبانو ضد
د بویا ځانمرګي برید کې د افغان وګړو د ځانمرګي بریدګرو په توګه ککړتیا ښایی چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي
د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه له دې برید وروسته ده نړي ته روښانه شوه چې د افغان طالبانو د واک لاندې د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد کارول کیږي
چارواکي زیاتوي چې دې سره د پاکستان دریځ نور هم قوي او روښانه شو چې د شمالي وزیرستان په بویا سیکوریټي کیمپ باندې په ځانمرګي برید کې افغان وګړي ککړ دي او دا برید په افغان خاوره باندې پلان شوې وو
دا هم باید یادونه وشی چې د بویا پر سیکوریټي کیمپ باندې د برید ذمه واري ناقانونه ګرځولې شوې ډلې ټي ټي پي سره تړاو لرونکې بلې ډلې حافظ ګل بهادر ډلې ،اسودالحرب په خپله غاړه اخستې وه ، دا ډله افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
نورخبرونه: شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو ځانمرګي برید ناکامه کړې