تازه خبرونه

فیلډ مارشل سید عاصم منیر:پاکستان ته الله عزت ورکړی چی د حرمین شریفین ساتنه اوکړي

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر وویل چې یووالی، علم او سخت محنت د ملي ځواک بنسټ دی او د حرمین شریفین ساتنه د پاکستان لپاره یو ځانګړی ویاړ دی
د پاکستان فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ملي علماوو او مشایخو کنفرانس ته وینا کوي.

د پاکستان فیلډمارشل سید عاصم منیر له علماوو او مشایخو وغوښتل چې د ټولنیز همغږۍ، ملي یووالي او اخلاقي لارښوونې په وده کې فعاله ونډه واخلي

اسلام‌اباد : پاکستان  د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په اسلامي نړۍ کې د پاکستان تاریخي او روحاني اهمیت څرګند کړی او وویلی دی  چی  الله تعالی پاکستان ته دا ځانګړی ویاړ ورکړی چې د حرمین شریفین له ساتونکو څخه دی

د ملي علماوو او مشایخو کنفرانس ته د وینا پر مهال فیلډ مارشل سید عاصم منیر وویل چې د ټولو اسلامي هېوادونو په منځ کې پاکستان د دې مقدس مسؤلیت له امله ځانګړی مقام لري۔ هغه ټینګار وکړ چې رښتینی عزت او ملي ځواک د وېش له لارې نه، بلکې د یووالي، سخت محنت او د علم د ترلاسه کولو له لارې تر لاسه کېږي

د هېواد د نظریاتي بنسټونو په اړه پوځي مشر د مدینې د دولت او د پاکستان د دولت ترمنځ ژوره اړیکه بیان کړه او ویې ویل چې پاکستان د ایمان، انصاف او ګډ مسؤلیت پر اصولو جوړ شوی دی

 هغه د پاکستان دفاعي تړون تاریخي وباله او ویې ویل چې دا د ملي حاکمیت او اسلامي ارزښتونو د ساتنې د ژمنې څرګندونه کوي

فیلډ مارشل سید عاصم منیر له علماوو او مشایخو وغوښتل چې د ټولنیز همغږۍ، ملي یووالي او اخلاقي لارښوونې په وده کې فعاله ونډه واخلي، ځکه چې د دولت او ټولنې ترمنځ یووالی د ثبات او پرمختګ ضامن دی په کنفرانس کې ګډون کوونکو علماوو او مشایخو د پوځي مشر څرګندونې وستایلې او د ملي یووالي، سولې او د هېواد له آئیني او نظریاتي بنسټونو سره یې خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه

نورخبرونه: فیلډ مارشل عاصم منیر: پاکستان امن خوښونکي هېواد دی

افغانستان سره د سولې غوښتونکي یو خو د پاکستان په ضد ی خاوره ی کارول د زغملو نه ده: فیلډمارشل جنرل عاصم منیر

Related Articles

ترکی وايي چې په افغانستان کې سوله د سیمه‌ییزې امنیت لپاره حیاتي ده او تاییدوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو څارنه په نږدې توګه کوي

March 10, 2026

پاکستان د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د تیلو د نړیوالو بیو د لوړېدو په ترڅ کې د سون توکو د سپما لپاره ښوونځي تړلي او د دفترونو لپاره یې په اونۍ کې څلور ورځنی کاري مهالویش خپل کړی دی

March 10, 2026

متحده ایالات د هغو امریکایي وګړو د نیول کېدو له امله د افغانستان پر وړاندې د بندیزونو او د سفر د محدودیتونو پر لګولو غور کوي، او د هغوی د خوشې کېدو او د حساب ورکولو غوښتنه کوي

March 10, 2026

مجتبی خامنه‌اي د علي خامنه‌اي تر مړينې وروسته د سيمې په کړکېچني حالاتو او سياسي ننګونو کې د ايران د نوي ستر مشر په توګه ټاکل شوی دی

March 9, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *