تازه خبرونه

افغانستان سره د سولې غوښتونکي یو خو د پاکستان په ضد ی خاوره ی کارول د زغملو نه ده: فیلډمارشل جنرل عاصم منیر

د پاکستن پوځ سرلښکر نن پیښور ته سفر وکړو، قبایلي مشرانو سره ی ولیدل او د پاکستان لپاره ی د قبایلي سیمو مشرانو او اولس قربانۍ په درنو ټکو کې وستایلې
جنرال عاصم منیر اوویل چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول د زغملو نه ده

فیلډمارشل مارشل جنرل عاصم منیر مشرانو سره په خبرو کې اوویل چې قبایلي سیمو پښتنو پاکستان لپاره مالي او ځاني قربانۍ ورکړي، پوځ ی ستاینه کوي

پیښور: د پاکستان د پوځ سرلښکر او  فیلډ مارشل سید عاصم منیر نن د زیارت په ورځ د پیښور سفر وکړه ، د امنیتي وضع په اړه ورته بشپړ برییفنګ ورکړل شو او د پوځ مشر د قبایلي سیمو مشرانو سره هم لیدنه وکړه، د پوځ مشر په ښکاره ټکو کې اوویل چې پاکستان به د افغان خاورې څخه پر خپله خاوره د ترهګرۍ هڅې هیڅ کله هم و نه زغمي. ده ټینګار وکړ چې پاکستان د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره د دوامدارې سولې غوښتونکی دی

د پوځ د عامه اړیکو څانګې   له مخې، فیلډ مارشل سید عاصم منیر پېښور ته د سفر پر مهال د قبایلي سیمو  مشرانو له جرګې سره هم ولیدل.ده ته د پاک افغان سرحد  د امنیتي وضعیت او د سولې د ساتنې لپاره روانو د ترهګرۍ ضد عملیاتو په اړه تفصیلي بریفینګ ورکړل شو.سربېره پر دې، د پېښور کور هیډکوارټرز کې ورته د سیمې د اوسني امنیتي وضعیت او عملياتي تیارۍ په اړه هم معلومات وړاندې شول

د قبایلي مشرانو سره لیدنه او  جرګه

فیلډ مارشل سید عاصم منیر د قبایلي مشرانو له جرګې سره هم لیدنه وکړه او قبایلي سیمو مشرانو سره ی په یو شمیر موضوعاتو خبرې وکړو، نوموړي د  قبایلي ولس نه ستړې کېدونکې ملاتړ او د پاکستان لپاره مالي او ځاني قربانۍ وستایلې او د اوسنۍ پاک–افغان ترینګلتیا پر مهال د امنیتي ځواکونو سره د قبایلي خلکو همکاري یې د درناوي وړ وبلله، د پوځ سرلښکر د ترهګرۍ ضد جګړه کې د قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا د پښتنو قربانۍ او زړورتیا په درنو ټکو کې وستایله
 

فیلډ مارشل عاصم منیر وویل چې پاکستان به د افغان خاورې څخه د ترهګرۍ کومه هڅه هېڅکله ونه زغمي. موږ د ټولو ګاونډیانو، په ځانګړي ډول افغانستان سره د سولې او ثبات غوښتونکي یو

ده زیاته کړه چې په تېرو څو کلونو کې پاکستان د افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره سیاسي او اقتصادي ګامونه اخیستي دي، خو د افغان طالبانو حکومت پر ځای د دې چې د هندي ملاتړ لرونکو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي، برعکس هغوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.فیلډ مارشل ټینګار وکړ چې پاکستان، په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا، به له ترهګرو او د هغوی له ملاتړ کونکو څخه په بشپړ ډول پاکه کړي

د آیی ایس پي آر په وینا د قبایلي مشرانو جرګې د فیلډ مارشل څرګند دریځ وستایه او ډاډ یې ورکړ چې د خیبرپښتونخوا ولس د سولې او ثبات لپاره د پوځ تر شا ولاړ دی.
مشرانو وویل چې د “فتنۀ الخوارج” ګمراه کوونکې مفکوره په قبایلي سیمو کې هېڅ ملاتړ نه لري.د قبایلي مشرانو استازو همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د پوځ بشپړ ملاتړ څرګند کړ

نورخبرونه

هندي افسران او غیرقانوني افغان وګړي پاکستان کې ترهګري کوي: ډي جي آیی ایس پي آر

هیڅ کوم قوت پاکستان پوځ او قام نه شي سره بیلولې: ډي جي آیی ایس پي آر

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *