تازه خبرونه

سعودي عربستان کې د پاکستان او افغانستان خبرې ناکامه شوي

د دوحه او استنبول مذاکراتو وروسته د سعودي عرب په منځګړتوب د پاکستان او افغان طالب چارواکو ترمنځ خبرې پرته له کومې مثبې پایلې ختمې شوي دي

1 min read

پاکستان د ملګرو ملتونو په غوښتنه پریکړه کړې چې د انساني مرستو ډک کانټینرونو د پاکستان لارې افغانستان ته د رسولو اجازه ورکړي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکیچ له امله نن په ۵۴مه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي فعالیتونو پر مخ تړلي دي انځور د معلوماتو لپاره د مصنوعي ذهانت له لارې جوړ شوې

December 4, 2025

د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د سعودي عربستان په منځګړتوب د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ترسره شوې وروستې د سولې لپاره خبرې د کومې سترې لاس ته  راوړنې پرته پای ته رسېدلي دي

د بهرنۍ خبري اژانس رائټرز د دواړو هېوادونو د افغان طالب چارواکو او پاکستان چارواکو له خولې ویلي چې دواړه هېوادونه د اوربند د ساتلو پر دوام سلا شوي دي

د خبري اژانس د معلوماتو له مخې، دا خبرې اترې چې تېرې اوونۍ په سعودي عرب کې ترسره شوې، د هغو پرله‌پسې ناستو یوه برخه وه چې کوربه‌توب یې قطر، ترکیه او سعودي عرب کاوه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانه شخړه د افغان لوري د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام نه کولو پر سر را اوچته شوې ده، پاکستان بیا بیا افغانستان او نړۍ ته ور په ګوته کړې ده چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي خو له بده مرغه افغان طالب چارواکي دا نه مني او له دې انکار کوي

دلته باید یادونه وشی چې د پاکستان په سرحدي سیمو ، پلازمینه اسلام آباد او د خیبر پښتونخوا په سرښار پیښور کې د خونړي ځانمرګي بریدونو پړه ترهګرو ډلو پر غاړه اخستې ده او پاکستان هغه ټول شواهد او ثبوتونه د افغانستان او نړیوالو مخې ته ایښودلي چې ښایی دا بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو

د پاکستان امنیتي چارواکو ترمخه که افغانستان د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام کولو کې ناکام پاتې شی نو ښایی دا شخړه نوره هم اوږده شي کومه به چې د سیمې په ناامنۍ تمامه شي

د افغانستان هم دې سیاسي تضاد او پاکستان سره د شخړه نه هوارولو له امله نن په ۵۴مه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونو د تجارتي فعالیتونو پر مخ تړلي دي ، اقتصاد پوهان وایی چې افغانستان لپاره د پاکستان لارې سوداګري ډیره ارزانه ده او په ډیر کم وخت کې د پاکستان لوري افغانستان ته سوداګریز توکي رسولې شي خو له بده مرغه د افغانستان حکومت د هند لوري په سازشي پلانونو کار کوي چې له امله نن په خپله افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

پرون د انساني خدمت او خیر ښیګړې لاندې پاکستان پریکړه کړې چې د ملګرو ملتونو پر غوښتنه انساني مرستندویه توکي د پاکستان لارې افغانستان ته لیږلو اجازه ورکړي، ددې پریکړې له مخې به د ملګرو ملتونو سازمانونو له لوري مرستندویه توکي افغانستان ته انتقال شي

نورخبرونه: د کابل داخلي ګډوډۍ د استنبول مذاکرات ناکام کړل

استنبول مذاکرات: پاکستان د طالبانو حکومت مخې ته سره کرښه راښکلې

Related Articles

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

د پاکستان او قرغزستان د سیمه‌ییز اتصال، توانايی د پروژو، او ګډو ستراتیژیکو همکاریو پر پراخولو هوکړه وکړه؛ د ۲۰۲۷–۲۸ لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو نوې سوداګریز هدف ټاکل شوی

December 5, 2025

افغان طالب چارواکي وایی د اسلام کلا له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *