تازه خبرونه

روس ویلي پاکستان او افغانستان ی مهم شریکان دي

د روس بهرنیو چارو وزارت تصدیق کړې چې دوی غواړي چې د پاکستان او افغانستان طالب چارواکو ترمنځ د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي او بي ایل اې په سره ده، پاکستان غوښتنه کوي افغان چارواکي دې ډلې پر ضد اقدام وکړي

د پاکستان او افغان طالب چارواکو ترمنځ په دې وروستیو کې په ډزبندۍ هوکړه شوې خو له استنبول خبرو هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه د روس وزارت خارجه لوري یو مهم خبر مخې ته راغلې دې، د  روسیه وزارت خارجه ددې خبر تصدی کړې دې دوی غواړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې لپاره د ثالثۍ کردار ولوبوي

د روس وزرت خارجه ویاندې ویلي دي  کابل او اسلام اباد دې خپلمنځي ستونزې او اختلافات له دېپلوماتیکو لارو حل کړي. مسکو ویلي، دوی او ټوله نړیواله ټولنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته اندېښمن دي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا شنبه (د اکتوبر ۱۵مه) مسکو کې د خبري ناستې پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په حل کې د منځګړیتوب احتمال په تړاو د پوښتنې ځواب کې وویل: “موږ له خپلو شریکانو سره ولاړ یو او پر کابل او اسلام اباد غږ کوو چې هر ډول اختلاف یوازې له سیاسي او دېپلوماتیکو لارو حل کړي

هغې زیاته کړه “لکه څنګه چې پوهېږئ، که د شخړې ښکېل اړخونه ورته اړتیا ولري، روسیه تل چمتو ده چې د سولې په ترویج کې مرسته وکړي. موږ په دې برخه کې تجربه لرو او دې ته چمتو یوو

د یادونې ده چې پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت مخکې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب دوحه او استانبول کې درې پړاو مذاکرات ترسره کړې، خو دوحه کې پر لنډمهاله اوربند له سلا کېدو پرته د نورو بنسټیزو اختلافاتو پر حل کولو نه دي بریالي شوي.دواړو خواوې په مذاکراتو کې د نه پرمختګ پړه پر یو بل اچوي

مهمه ده چې یادونه وشي چې روسیه د ملګرو ملتونو ملتونو د امنیت شورا دایمی غړی او یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی

تر دغه هېواد مخکې ایران هم ویلي وو د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د ټولې سیمې امنیت خرابوي او دا چې دوی د دغه کړکېچ په سوله‌ییز هواري کې منځکړیتوب ته چمتو دي

 د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړه

د پاکستان امنیتي چاروکو ترمخه د ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت لوری ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون خواښه ډله د پاکستان پر ضد د افغانستان ځمکه کاروي، دوی الته بریدونه پلانوي او بیا ی پاکستان کې ترسره کوي

د امنیتي چارواکو ترمخه د ترهګرو له افغان خاوري په دې بریدونو کې تراوسه په سلګونو د پاکستان امنیتي اهلکار او عام وګړي شهیدان شوي دي

پاکستان له افغان طالبانو غوښتنه کوي چې ددې ترهګرو پر ضد دې اقدام وکړي او ترهګرو مشران دې پاکستان ته وسپاري خو افغان طالبان له دې انکار کوي او هم دې ضد له امله د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د دوحه خبرو اترو او په استنبول کې د ۲۵م اکتوبر او ۶ نومبر خبرو وروسته هم څه مثبته پایله نه ده ورکړې

نورخبرونه

د کابل داخلي ګډوډۍ د استنبول مذاکرات ناکام کړل

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *