تازه خبرونه

د تورخم دروازه نن په ۳۰مه ورځ هم تړلې ده:لنډي کوتل کې جرګه شو ې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم د بندر کړکېچ ژورېږي، د استانبول خبرې بې‌پایلې ختمې شوي او سوداګر د اقتصادي تاوانونو پر ضد لاریونونه کوي
د سرحد د تړلو کیدو وروسته په زرګونو ګاډی دواړه اړخ ته بند پاتې دی

نن به ۴۵مه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارت پر مخ تړلي دي، سرچینې وایی ننګرهار کې د خوراکي توکو قیمتونه ډیر زیات شوي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د استانبول خبرې، چې د ترکيې او قطر په منځګړتوب ترسره شوې، له ناکامۍ سره پای ته رسېدلې. دواړو هېوادونو یو پر بل د خبرو د نه‌نتیجې مسؤلیت واچوه، او د دې له امله د تورخم بندر د پرله‌پسې دیرشمې ورځې لپاره هم تړلې دې  چې له کبله یی سوداګرو ، ټرانسپورټران او مزدوران له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي او دوی په احتجاج لاس پور ېکړې دې

لنډي کوتل کې د مشرانو جرګه

نن د ګل په ورځ د لنډي کوتل تحصیل د چیرمین شاه خالد شینواري د دفتر مخې ته د تورخم بارډر په اړه یو لویه جرګه وشوه، په جرګه کې د تحصیل کونسل غړو او ځایی مشرانو ګډون وکړو، د هغوی غوښتنه وه چې د بندر د پرانیستلو لپاره فوري ګامونه واخیستل شي.

  شاکر خان آفریدی، د ټرک مالکانو د اتحادیې مشر د جرګې ګډون والو ته اوویل چې د تورخم سرحد نن دیرشمه ورځ ده چې تړلې دې او موږ ی له سخت اقتصادي زیان سره مخ کړي یو. زموږ لاریو مالونه خراب شوي او مزدوران بې‌روزګاره پاتې شوي دي. هغه غوښتنه وکړه چې کابل اواسلام آباد باید ستونزه هواره کړي ، د جرګې نور ګډون والو هم غوښتنه وکړه چې پاکستان او افغان طالبانو د خبرو اترو له لارې دا ستونزه هوار کړي او سرحدونه دې د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانیزي

د خبرو ناکامي او د دواړو لورو تورونه

په استانبول کې په ۶ او ۷ م د نومبر  د دواړو هېوادونو خبرې له درې ورځو مذاکراتو وروسته پرته له کومې ګډې اعلامیې پای ته ورسېدې.

پاکستاني چارواکو د افغانستان اسلامي امارت تورن کړ چې په سرحدي سیمو کې د ټي ټي پي فعالیتونو ته پام نه کوي، ټي ټي پي په افغان خاوره بریدونه پلان کوي او بیا په پاکستان کې کوي، پاکستان بیا بیا غوښتنه کوي چې افغان طالبان باید د ټي ټي پي پر ضد اقدام وکړي او لیکلي ورکړي چې ترهګر به افغان خاوره د پاکستان پر ضد نه کاروی خو طالبان لیکلې ژمنه نه حکوي چې له وجهې ی شخړه نوره هم زیاته شوې

سرچینې وایي چې د خبرو فضا له پیل څخه تر پایه ترخه وه، او ترکي او قطري منځګړو هم ونه شوای کولای دواړه خواوې د ګډې اعلامیې پر خپرولو قانع کړي.

اقتصادي اغېزې — “سوداګري د سیاست قرباني شوې”

د تورخم او چمن بندرونو اوږدمهاله تړل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درولې ده.

د بندېدو تر مخه هره ورځ نږدې دوه زره لارۍ تېرېدلې چې د میلیونو ډالرو توکي به یې انتقالول. اوس سلګونه موټر د تودوخې او خرابېدو له خطر سره ولاړ دي، او د افغانستان مېوې لکه مڼې، انګور او انار په کانټینرونو کې خرابیږي او په افغانستان کی قیمتونه نشت ته راکوز شوی، بل لوري هغه خوراکي توکي چې پاکستان څخه افغانستان وړل شی ، په افغانستان کې ی قیمتونو ډیر زیات شوي دي چې اولس ی له سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دې  

  د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ د خونې پخواني مشر خان جان الکوزي د سرحدونو تړلو په اړه اوویل چې “سوداګري د سیاست لومړۍ قرباني شوې ده. دواړه حکومتونه باید درک کړي چې هره ورځ د بندر تړل کېدل د اعتماد او اقتصاد دواړو لپاره ستر زیان دی.”

په خیبر او ننګرهار کې د خوراکي توکو، تېلو او ساختماني موادو بیې لوړې شوې دي، او زرګونه مزدوران د ورځني عاید له لاسه ورکولو سره د لوږې له خطر سره مخ دي.

 د سیمې او ستراتیژیکو اړیکو اغېزې

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابوالی د سیمې پر اوږدمهاله اقتصادي همکاریو ژور اغېز کولی شي.

افغانستان اوس د ایران د چابهار بندر له لارې بدیلې لارې لټوي، چې دا به د پاکستان د ترانزیټ رول کمزوری کړي. خو پوهان وایی افغانستان ته د چابهار بندر ګران پرېوزي .

پوهان وایی چې د سرحدونو تړل د پاکستان او افغاستان ترمنځ ټرانزټ ټرید او د سي پيګ پروژه باندې هم منفي اغیزه کوي او د بارډر تړلو له امله دا لوی پروژې هم د ځنډ ښکار کیږي  

  یو سیمه‌ييز اقتصادپوه وایي چې قتصادي دهلېزونه د اعتماد پر بنسټ جوړېږي، خو دا اعتماد په چټکۍ سره له منځه ځي. که اعتماد بیا رغول ونه شي، د جنوبي او منځنۍ آسیا د یووالي هدفونه به له خطر سره مخ شي.”

راتلونکی لوری ، ډیپلوماسي که وېش؟

دواړه هېوادونه اوس په خپل دریځ ټینګ ولاړ دي، خو شنونکي وایي چې د بحران یوازینی حل د نوو ډیپلوماټیکو خبرو په بېرته پیل کې دی، سوداګرانو غوښتنه کړې چې حکومتونه باید سیاست له سوداګرۍ جلا کړي او د ولس لپاره د سرحد تګ راتګ بېرته عادي کړي.

  یو احتجاجي مشر وویل  چې تورخم باید پرانیستل شي  سرحدونه د سوداګرۍ او دوستۍ لپاره دي، نه د سزا لپاره

د استانبول د خبرو ناکامي او د تورخم د بندر دوامداره تړل کېدل د ډیپلوماسۍ، امنیت او اقتصاد ترمنځ خطرناک ټکر څرګندوي

تر هغو چې پاکستان او افغانستان د متقابل باور او خبرو اترو له لارې خپل اختلافات حل نه کړي، د سولې وعدې به یوازې د کاغذ پر مخ پاتې  وي

نورخبرونه

استنبول مذاکرات: افغانستان څخه منځګړي هیوادونه هم ناهیلې شوي دي: د پاکستان دفاع وزیر

د کابل داخلي ګډوډۍ د استنبول مذاکرات ناکام کړل

Related Articles

په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مفتي نوراحمد د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړه چارواکي آنند پرکاش سره مهمه لیدنه کړې ده

January 13, 2026

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *