تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې ذرعي انقلاب: د هایبرډ تخمونو په وسیله د جوارو تولید زیات شوې

په مردان کې د کرونده ګرو کنونشن شوې، د نوې هایبرډ تخمونو په وسیله په خیبر پښتونخوا کې د جوارو تولید لس لکه ټنه زیات شوی
د خیبر پښتونخوا کرونده ګر وایی چې حکومت باید د کرونده ګرو لپاره داسې منصوبې راوړی او ددوی ځانګړې مرسته وکړي

سوداګر او کرونده ګر وایی د ذراعت په میدان کې په دې تجربې او پالیسۍ خپلولو سره خیبر پښتونخوا د جوارو په تولید کې ډیر پرمختګ وشي

مردان :  د تخت بهایي په تحصیل کې د  کرونده ګرو د هڅونې، د نوو تخمونو د ترویج او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي د پوهاوي لپاره یو ورځنی “کسان کنونشن” ترسره شو. په دې غونډه کې زرغون کارپورېشن او پیټل سیډز شرکت مرسته کړې وه، او د کرنې متخصصینو، بزګرانو، تجارتي استازو او خبریالانو په پراخه کچه ګډون کړی و

د پیټل سیډز شرکت مشر، مشتاق احمد، د خپل وینا پر مهال وویل چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د هایبرډ تخمونو د استعمال له امله د جوارو فی ایکړ حاصل په څرګند ډول زیات شوی دی

 په صوبه کې د جوارو فی ایکړ حاصل په منځنۍ توګه پنځه من زیات شوی، چې له امله یې په مجموعي توګه شاوخوا لس لکه ټنه اضافه حاصلات ثبت شوي دي. اوس وخت راغلی چې بزګران د نوو او عصري تخمونو کارولو ته مخه کړي، څو ښه او ګټور نتایج ترلاسه کړي

په دغه غونډه کې د هایبرډ جوارو تخمونو ننداره هم وشوه، او ګډونوالو ته د تخمونو نمونې هم ورکړل شوې ، څو د تجربوي کرنې له لارې یې له پخوانیو حاصلونو سره پرتله وکړي

د بزګرانو یو استازي د خپلو ستونزو په اړه وویل چې کمزوري نه دي، خو د اسانتیاوو نشتوالی اصلي خنډ دی، “کرونده ګر پوره هڅه کوي، خو هغوی ته معیاري تخمونه، سرې او کرنیز درمل پر وخت نه رسېږي. که دا شیان پر وخت برابر شي، نو د حاصل د کمښت هېڅ وجه نه پاتې کېږي

د کرنې متخصصینو خبرداری ورکړ چې د اقلیمي بدلون اغېزې پر فصلونو ورځ تر بلې زیاتېږي، نو داسې تخمونه باید معرفي شي چې د ګرمۍ، بارانونو او وچکالۍ پر وړاندې مقاومت ولري

 د پېښور ایګریکلچر پوهنتون رئیس، ډاکټر بخت جهان، په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان ۳۸ سلنه وګړي د خوړو له کمي سره مخ دي، او ۱۸ سلنه خلک له اساسي خوړو بې‌برخې دي. موږ باید د راتلونکو نسلونو لپاره داسې کرنیز نظام جوړ کړو چې د اقلیمي خطرونو پر وړاندې ودریدای شي. دا د حکومت، ادارو، شرکتونو او ولس ګډ مسوولیت دی

د غونډې د ځانګړي مېلمه په توګه د ملتان د ذراعت پوهنتون رئیس، ډاکټر آصف علي شاه، ګډون وکړ. هغه وویل چې اوسنی عصر نوي غوښتنې لري، او په دې زمانه کې څېړنه ډېر اهمیت لري. د خصوصي سکتور ونډه باید زیاته شي، ځکه چې کله شرکتونه نوي تخمونه معرفي کوي، نو حاصل زیاتېږي او له بزګر سره حکومت هم اقتصادي پیاوړتیا مومي

په راپور کې دا هم څرګنده شوې ده چې د خیبر پښتونخوا ۵۲ سلنه کرنه پر باراني ځمکو ولاړه ده، او ۴۸ سلنه یې د نهري اوبو پر سیستم متکي ده.صوبه هر کال د خوړو په برخه کې شاوخوا ۷.۵ اربه روپۍ مصرفوي.سره له دې، صوبه د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره له پنجاب څخه ۳.۸ میلیونه ټنه غنم هم  واردوي

نورخبرونه: خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ څخه بده اغیزمنه شوې په لومړۍ کرښه کې  صوبه ده: بیرسټر سیف

Related Articles

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ناقانونه ګرځولې شوې ډلي ټي ټي پي وسله وال په جنازه کې مولوي شیر علي په وینا کې ګاونډي هیوادونو ته ګواښونه ورکړي دي

January 29, 2026

د افغان طالبانو مشر هیبت الله په مشرۍ کې یو کمیسیون جوړ شوې چې موخه ی دا ده چې په سرحدي سیمو کې قبایلي مشرانو سره غونډې تابیا کړې ترڅو په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر ضد تحریکونه راپیدا کړي

January 29, 2026

د وادي تیراه خلکو له ایچ ټي این سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی په ټولو پښتنو سیمو کې د امن غوښتونکي دي

January 29, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي دي چې روسیه پلان لري چې افغان طالبانو ته سپکې توپخانې او افغان پوځیانو لپاره د روزنې ورکولو پلان عملي کړي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *