تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ څخه بده اغیزمنه شوې په لومړۍ کرښه کې  صوبه ده: بیرسټر سیف

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند ویلي دي که وفاقي حکومت افغانستان ته جرګه نه لیږي نو خیبر پښتونخوا صوبه چمتو ده چې د امن خبرو اترو لپاره جرګه ولیږي.

فایل فوټو: په کال ۲۰۲۲ کې د خیبر پښتونخوا جرګه کابل ته تللو وړاندې: په دې وروستیو کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي لوري د هیواد په بیله بیلو سیمو کې بریدونه نه زیات شوي او د پاکستان امنیتي ځواک سرچینې وایی خیبر پښتونخوا کې ۸۰۰۰ زره ترهګر شتون لري.

پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف لوري په صوبه کې د امن د خبرو اترو جرګه افغانستان ته لیږلو په اړه یو مهم خبر او وفاق ته پیغام مخ له راغلې دې.

بیرسټر سیف په خپل بیان کې ویلي دي چې وفاقي حکومت دې زر تر زره  د افغانستان سره د خبرو لپاره پلاوی واستوي.

نوموړي وایی او ګواښ ی کړې دې چې که چرې وفاقي حکومت افغانستان ته جرګه نه لیږي نو د خیبر پښتونخوا لوری جرګه  افغانستان ته تګ  لپاره تیاره ده.

نوموړي وایی چې  خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ پر ضد مخکښه او لومړې کرښه کې  صوبه ده، هغه وایی او ټینګار کوي چې د ترهګرۍ ټول بار د خیبر پښتونخوا صوبې به اوږو پروت دې.

 نوموړي ټینګار کوي چې د خیبر پښتونخوا د قربانیو له امله د هېواد نورې برخې د ترهګرۍ له اوره خوندي دي او ددې صوبې اولس او امنیتي اهلکار د مالونو او ځانونو قربانۍ ورکوي.

هغه وایی چې وفاقي حکومت دې دې شخړې ته جدي پاملرنه وکړي او دا ستونزه دې په ډیر غور او فکر د هوارولو لپاره هڅي عملي کړي، نومړي وایی او زیاتوي چې په هر شي باندې سیاست نه شي کیدلې او دا د انساني ژوند معامله ده او په دې سیاست نه شي.

 وفاقي حکومت ته په اشاره سره هغه وایی چې وفاقي حکومت دې دې یا خپله له افغانستان سره اړیکه ونیسي او یا دې  خیبر پښتونخوا ته اجازه ورکړي چې هغه افغانستان سره د امن او ثبات په لړ کې یوه جرګه افغانستان ته واستوي.

نوموړي وایی چې  که د ترهګرۍ اور د خیبر پښتونخوا نه بهر خپور شو نو ټول هېواد ته به لمبې ورشي او ټول هیواد به دې سره اور واخلي. هغه وایی چې افغانستان له پامه غورځول د وفاقي حکومت ستره تیروتنه ده.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې په کال ۲۰۲۲ کې هم د صوبایی حکومت لوري د قبایلي مشرانو او سیاسي مشرانو لوري یو جرګه افغانستان ته تللې وه چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي سره د امن معاهدې په لړ کې افغان حکومت سره خبرې وکړي.

نورخبرونه

باجوړ امن جرګه:مشرانو له افغانستان څخه مهمه غوښتنه کړې

په وادي تیراه کښې کالعدم ټي ټي پي سره د مشرانو جرګه کامیابه شوې

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *