تازه خبرونه

بلوچستان کې ترهګري: یو قبایلي مشر او درې نور تنه وژل شوي

د بلوچستان په قلات کې قبایلي مشر شاکر سعدالله لانګو پرموټر ډزې وشوې او سره د نورو درې کسانو ووژل شو
د امنیتي چارواکو ترمخه په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې د هند را ککړه ده او ددی ثبوتونه او شواهد هم مخې ته راغلي دي

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي چې ولس ی له اندیښنو سره مخ کړې. فایل فوټو

د بلوچستان د قلات په ضلع کې د نامعلومو وسلوالو ډزو له امله يو قبایلي مشر د دريو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی دی۔

د پوليسو په وينا، پېښه د قلات د تحصيل خالق‌اباد په سربند سيمه کې رامنځته شوې ده،  قبایلي مشر شاکر سعدالله لانګو موټر د نامعلومو وسلوالو له خوا په نښه شو ، پوليسو زياته کړه چې وژل شوو کسانو کې شاکر خيرالله لانګو، محمد کريم، او محمد ظاهر هم شامل دي۔

د سرچینو په وینا د ترهګرۍ پیښې وروسته لېويز ځواکونه سمدستي سيمې ته رسېدلي، سيمه يې محاصره کړې او د پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي۔له دې وړاندې د شنبې په ورځ د قلات د منګچر سيمه کې د دوو ډلو تر منځ نښته شوې وه، چې په پايله کې درې کسان وژل شوي وو۔

پولیس وایی چې وسله وال له دې ځایه تښتیدلي دي او ددوې په ډزو کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي، پولیس وایی په سیمه کې د وسله والو چې چا ډزې کړي،پر ضد د پلټنو عملیات روان دي

نورخبرونه: بلوچستان کې فتنه الهندوستان په ضد عملیات، ۷ ترهګر له منځه وړل شوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *