تازه خبرونه

بلوچستان کې فتنه الهندوستان په ضد عملیات، ۷ ترهګر له منځه وړل شوي

د بلوچستان په کوټه کې هم په دې وروستو کې د ترهګرو په ضد اپریشن کې ۱۰ ترهګر له منځ وړل شوي وو
د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اولس غوښتنه کوي چې حکومت دې د ترهګرو په ضد ګوټلي ګامونه پورته کړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

د پاکستان  امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې د شیراني ولسوالۍ کې د هند ملاتړ لرونکو ترهګرو په ضد اپریشن کړې او دوی ته ی غاښ ماتې شکست ورکړې. دغه ډول عملیات د ترهګرو د شبکو کمزوري کولو کې مرسته کوي او ښیي چې امنیتي ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې مسلسل اقدام کوي او دوی له منځه وړي چې د اولس ژوند وژغورل شي. .

د بشپړ تفصیلاتو ترمخه  امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د هند ملاتړ فتنه الخوارج سره تړاو لرونکي ۷ ترهګر له منځه یوړل شو، د بلوچستان په شیراني ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د ځانګړو استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې د هند له لوري تمویل شوې ډلې *فتنه الخوارج* ۷ ترهګر ووژل شول.

د پاک پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) د خبرپاڼې له مخې، د ترهګرو د موجودیت پر اساس عملیات پیل شول او د سختې نښتې وروسته د *فتنه الهند* ۷ غړي له منځه یووړل شول.

  آی ایس پی آر وايي، د عملیاتو پر مهال د ترهګرو پټنځای په مؤثر ډول په نښه شو او له هغوی څخه وسلې، ګولۍ او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شول.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شیراني په ولسوالۍ کې د هند په مرسته د ترهګرو پر ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ستاینه وکړه او ویې ویل  چې امنیتي ځواکونو پر وخت او بریالۍ ضربه ورکړه او د دښمن شومې موخې یې شنډې کړې، هغه زیاته کړه د بریالي عملیاتو له امله د امنیتي ځواکونو زړه ورو سرتیرو میړانه د ستاینې وړ ده، د بلوچستان د سولې لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې د قدر وړ دي او ولس د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

 دلته باید یادونه  وشي  چې څو ورځې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د کوټې په غزه بند سیمه کې عملیات کړي وو چې په ترڅ کې ۱۰ ترهګر وژل شوي وو.

نورخبرونه

هندي افسران او غیرقانوني افغان وګړي پاکستان کې ترهګري کوي: ډي جي آیی ایس پي آر

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *