تازه خبرونه

استنبول مذاکرات: افغانستان څخه منځګړي هیوادونه هم ناهیلې شوي دي: د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان وزیردفاع خواجه آصف وایی پاکستان له افغان طالبانو څخه غوښتنه وه چې دوی خپله ژمنه لیکلې راکړي خو افغانستان له لیکلې ژمنې څخه انکار وکړو
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې شخړې له امله ټول سرحدونه د سوداګرۍ پر مخ تړلې دي

د دفاع وزیر خواجه آصف وایی که چرې افغان خاورې څخه په پاکستان برید شی نو پاکستان به ورته کلک ځواب ورکوي

 د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له لوري د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د استنبول خبرو په اړه خبر مخې ته راغلې ده، دفاع وزیر ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې په ځایی اودریدلی او نور د مذاکراتو کوم پلان نشته

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، دا مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې په ځای ولاړی دی ، او د راتلونکي پړاو لپاره هېڅ ډول پروګرام نشته. نوموړي زیاته کړه، زموږ تش لاس بېرته ستنېدل دا څرګندوي چې اوس منځګړي هم له افغانستانه ناهیلي شوي دي

خواجه آصف په خپل بیان کې وویل، موږ د ترکیې او قطر منندویه یو، هغوی په اخلاص سره د منځګړیتوب رول ادا کړ، او دواړه هېوادونه د پاکستان له دریځ څخه ملاتړ کوي.

دفاع وزیر څرګنده کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د استنبول خبرې اوس بشپړ بندې شوې دي، او د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره هېڅ امکان نشته

هغه وویل، د افغان پلاوي غوښتنه دا وه چې د هغوی خبرو ته یوازې لفظي اعتبار ورکړل شي، خو دا د منلو وړ نه وه، ځکه په نړیوالو مذاکراتو کې وروستۍ پرېکړې تل په لیکلي بڼه کېږي. د ده په وینا، افغان پلاوی زموږ له دریځ سره موافق و، خو د لیکلې ژمنې ورکولو ته تیار نه و.

خواجه آصف زیاته کړه، اوس خبرې پای ته رسېدلې دي، او منځګړي هم له دې پروسې لاس پر سر شوي دي. که هغوی ته لږه هم هیله پاتې وای، نو موږ ته به ی ویلي وای چې انتظار وباسئ، خو داسې ونه شول، نو دا څرګندوي چې هغوی د کوم مثبت پرمختګ تمه نه کوي

نوموړي وویل، زموږ تش لاس بېرته ستنېدل دا څرګندوي چې اوس منځګړي هم له افغانستانه امید نه لري، د پاکستان دفاع وزیر ټینګار وکړو که له افغان خاورې څخه پر پاکستان برید وشي، موږ به د هغې مطابق غبرګون وښیو.

دفاع وزیر دا هم وویل، که له افغان خاورې هېڅ عمل ونه شي، نو د پاکستان لپاره اوربند پر خپل حال پاتې دی؛ خو که د افغانستان له لوري د اوربند سرغړونه وشي، نو موږ به پرې اغېزناک او مناسب غبرګون وښیو. د پاکستان یوازینی غوښتنه دا ده چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه ونشي. یاده دې وي چې پرون د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د استنبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی و، خو دغه خبرې د اختلافاتو له امله پرته له کومې پایلې پای ته ورسیدلې

نورخبرونه: د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځه استنبول مذاکرات بې‌پایلې پای ته رسېدلي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *