تازه خبرونه

کرک کې د ترهګرو په ضد عملیات شوي، مهم کمانډر له منځه وړل شوې

د خیبر پښتونخوا په کرک کې د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي عملیاتو وروسته د ترهګرو تنظیم یو کمانډر نثار حکیم اووژل شو
نن د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې هم د داعش ډلې یو کمانډر اووژل شو

د امنیتي چارواکو په وینا د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګر بریدونه کوي خو د ځواکونو او اولس حوصلې لوړې دي او ترهګرو له به ماتې ورکوو

پیښور: د خیبر پښتونخوا د  ترهګرۍ ضد څانګې ، ضلعي پولیسو او ملکي استخباراتي ادارو د کرک په امبیري کلي سیمه کې ګډ هدفمند عملیات ترسره کړل، چې پکې د یوې ناقانونه ګرځول شوې  ډلې مطلوب قومندان نثار حکیم له منځه یوړل شو

د سي ټي ډي او پولیسو سرچینو ترمخه د عملیاتو لړۍ له څلورو ساعتونو زیات وخت روانه وه، چې پکې د فتنه الخوارج ډلې خطرناک قومندان نثار حکیم ووژل شو، او څلور پولیس سرتیري هم لږ ټپیان شو.

وژل شوی ترهګر قومندان د هیواد په بیله بیلو صوبو کې  ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل و، او له هغه څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر آئی جی پولیس ذوالفقار حمید د بریالي عملیاتوپه ترسره کولو سره د کرک پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو  ستاینه کړې له دوی ی ځانګړې مننه کړې ده چې دا مطلوب ترهګر ی له منځه وړې

آئی جی وویل چې د سي ټي ډي  او کرک پولیسو زړورو اهلکارو  خپل ژوند په خطر کې واچوه ترڅو د ترهګرو ناوړې  موخې شنډې کړي، او دا زړور افسران او سرتیري زموږ د فخر وړ اتلان دي هغه زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا پولیس د ترهګرۍ پر وړاندې لکه د اوسپنې دېوال ولاړ دي، د ولس د ژوند، مال او د خاورې د امن ساتنه یې خپله سپیڅلې دنده ګرځولې ده او ددوی مالي او ځاني قربانۍ د هیرولو نه دي

نورخبرونه: کرک کې د ترهګرو او سي ټي ډي ځواک   ترمنځ نښته شوې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *