تازه خبرونه

کرک کې د ترهګرو او سي ټي ډي ځواک   ترمنځ نښته شوې

د تخت نصرتي په سرک ترهګرو ناکه بندي کړې وه ،سي ټي ډي اهلکارو په ترهګرو ډزو وکړې او یو ترهګر له منځه یوړل شو
د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اولس غوښتنه کوي چې حکومت دې د ترهګرو په ضد ګوټلي ګامونه پورته کړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

پېښور: د خیبر پښتونخوا په  کرک کې ترهګرو په لوی سرک ناکه بندي کړې، په سیمو کې ډار خپور شوې، د سرچینو ترمخه پر تخت نصرتي سړک د ترهګرو له لوري په لوی سرک ناکه بندي شوې وه، چیرته چې وسله‌والو د تېرېدونکو مسافرو تلاشي اخیسته ، د پېښې خبر تر لاسه کېدو سره سم، د سی ټي ډي، پولیسو او امنیتي ځواکونو ګډ ټیم سیمې ته ورسېد، چې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ ډزې وشوې.

د سرچینو ترمخه د ګډ عملیاتو پر مهال یو ترهګر ووژل شو، خو نور وسله‌وال د شپې له تیارې ګټه پورته کړه او و تښتېدل، د کاؤنټر ټیرورېزم ډیپارټمنټ   د معلوماتو له مخې، د وژل شوي ترهګر له قبضې څخه وسله او نور مهمات ترلاسه شوي دي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې په جنوبي پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ترهګرو فعالیتونه ډیر زیات شوي دي او ترهګر سرکاري او امنیتي اهلکار په نښه کوي او تښتوي چې له امله ی په اولس کې ډار خپور شوې دې

نورخبرونه: خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *