د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې خبرو نوی پړاو به سبا په استانبول کې ترسره کېږي. دغه ناسته به د پاکستان د استخباراتو مشر لیفټیننټ جنرل عاصم ملک او د افغانستان د استخباراتو مشر عبدالحق واثق په مشرۍ ترسره شي۔
هم دا وس چې دا راپور لیکل کیږي خبر راغلې چې د افغان طالبانو پلاوې د ترکي ښار استنبول ته رسیدلې دې چې سبا د پاکستان پلاوي سره خبرو ته کیښني، د سرچینو له مخې، د افغانستان د طالبانو موقت حکومت یو لوړپوړی پلاوی د پاکستان سره د سولې د خبرو د درېیم پړاو کې د ګډون لپاره استانبول ته رسېدلی دی۔
د افغان طالبانو سره اړوند رسنیو یو خبر ورکړې دې چې د افغان طالبانو پلاوې د ترکي ښار استانبول ته رسیدلې چې سبا په ۶م نومبر پاکستان سره په مذاکراتو کې برخه واخلي، د افغان طالبانو پلاوي مشري د افغانستان د استخباراتو مشر عبدالحق واثق کوي pic.twitter.com/LiEWoQCsry
— HTN Pashto (@htnpashto) November 5, 2025
د طالبانو پورې تړلو ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې، د پلاوي مشري د افغانستان د استخباراتو مشر عبدالحق واثق کوي، او ورسره په پلاوي کې د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمتالله نجیب، انس حقاني، ذاکر جلالي، سهیل شاهین، قهار بلخي او په ترکیه کې د افغانستان ناظمالامور هم شامل دي۔د دې پرمختګ په اړه د هېڅ رسمي حکومتي سرچینې لهخوا رسمي تصدیق نهدی شوی۔
دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اکتوبر په لومړیو ورځو کې شخړې زور واخست، د پاکستان لوري د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ترهګرو پر ضد اقدام وشو ځکه ټي ټي پي یو شمیر د پاکستان امنیتي ځواک لوړ پوړي چارواکي په نښه او شهیدان کړل.د افغانستان لوري د ټي ټي پي ترهګرو په ضد د پاکستان اقدام اخستلو په غبرګون کې د افغانستان لوري غبرګون مخې ته راغې او افغان ځواکونو په پاکستان سرحدي پوستو بریدونه وکړه چې په غبرګون کې پاکستان هم د دفاع په توګه په افغانستان بریدونه وکړل او یو شمیر د ټي تي پي ترهګر ی هم په بریدونو کې له منځه یوړل.
د ترکیې منځګړیتوب
د دغې ناستې به د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان مشر ابراهیم کالین کوربه وي۔ د دیپلوماټیکو سرچینو له مخې، د غونډې موخه د سرحدي امنیت، ترهګرۍ ضد همکارۍ، او د باور د بیارغونې ګامونه دي، څو د اسلاماباد او کابل ترمنځ اړیکې بېرته ثبات ته راوګرځول شي۔
د اسلاماباد اساسي اندېښنه
پاکستان ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د هغو وسلهوالو ډلو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه ونه کارول شي چې د پاکستان د امنیت خلاف فعالیت کوي – په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ترهګر چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او په پاکستان کې امنیتي اهلکار او عام ولس په نښه کوي ۔ اسلاماباد څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکو پرمختګ یوازې هغه وخت ممکن دی چې د افغان موقت حکومت له لوري د دغو ډلو پر ضد عملي اقدامات وشي۔
پرون هم د سینیټ په غونډه کې نایب وزیراعظم اسحاق ډار اوویل له افغانستان ی بیا بیا غوښتنې چې خپله د پاکستان په ضد د کارولو اجازه ور نه کړي، هغه اوویل چې د استنبول مذاکراتو په اړه هیله من دې چې پرمختګ به وشي
وروستي ډیپلوماټیک تماسونه
د استخباراتي کچې دغه خبرې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د تلیفوني تماسونو وروسته ترسره کېږي۔ د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د افغان سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورسره څو ځلې اړیکه نیولې وه، چې دا یې د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالېدو لومړنی جدي ګام وباله۔ خو د افغان بهرنيو چارو وزارت بیا د “څو ځلو تماس” خبره رد کړه، او وویل چې یوازې یو رسمي تماس د دواړو لوریو په همغږۍ ترسره شوی۔
د پاکستان او افغان طالبانو د اړیکو بحالولو لپاره حساس پړاو
شنونکي وایي چې دا استانبول خبرې د پاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره د یو مهم ازموینې پړاو دي۔ د ترکیې منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ امنیتي چوکاټ د جوړولو لپاره ډېر مهم بلل کېږي، څو د پولو پر سر پېښې کمې او د اعتماد فضا بېرته رامنځته شي۔ که دا خبرې بریالۍ شي، نو تمه ده چې دا به د سیمې لپاره د نوې همکارۍ، ثبات او باور یو مهم فصل پرانیزي۔
نورخبرونه
پاکستان او افغانستان ترمنځ استنبول کې مذاکرات کامیاب شوي
نن په استنبول کې یوځل بیا د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ خبرې کیږي