تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان خپلواکۍ قدر کوي خو افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول نه شي زغملې: چارواکي

د پاکستان امنیتي چارواکو په وینا چې افغان وزیرداخله سیراج الدین حقاني وایی چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده،په کلکه ردوي
پاکستان کله هم دې ته تیار نه دې چې د خپل قومي امنیت او د وګړو په ساتنه کوم جوړجاړې وکړي

پاکستاني لوړ پوړه چارواکو د افغانستان چارواکو مخې ته څو څو ځل افغان خاوره پاکستان پر ضد کارولو ثبوته او شواهد وړاندې کړي دي

د افغان طالبانو کورنیو چارو وزیر  سیراج الدين حقاني وروستۍ وينا هڅه کوي چې د پاکستان داخلي امنيتي ستونزې پړه پر اسلام‌اباد واچوي او د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ستونزه يوازې د پاکستان یوه کورنۍ  ستونزه وښيي،خو دا داسې ادعاوې دي چې د ميداني حقيقتونو او د دوحې د تړون ژمنو سره څرګند یو  تضاد لري

  د سراج الدين حقاني، وزیرداخله دا وروستۍ  څرګندونې چې په کابل کې د يوې غونډې پر مهال شوې، د افغان طالبانو زغم  څرګندونه نه کوي، بلکې دا د وروستيو پېښو په غبرګون کې يو دفاعي او غبرګون‌محور دريځ ښکاري ،په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د د، ټي ټي پي پخوانۍ نایب امیر قاري مضاحم، له منځه يووړل شو،دا د ټي ټي پي  هغه مشر وو  چې پر افغان خاوره ی به د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانول او بیا به ی پاکستان کې ترسره کول

د افغان وزیر داخله دا څرګندونې د اکتوبر په ۲۵مه د استانبول د پنځم پړاو مذاکراتو له بيا پيل سره يو ځای راغلې، چې دا مهال ټاکنه د يوې ستراتېژۍ او دفاعي دريځ څرګندونه کوي۔ پاکستان د افغانستان د حاکميت درناوی کوي، خو دا حقيقت له پامه نه شي غورځولای او نه پاکستان دا کار زغملې شی  چې ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي  وسلوال د افغانستان په خاوره کې خوندي پناه‌ځايونه ولري، په افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد د بریدونو پلانونه جوړ کړي او  الته دې  روزنيز مرکزونه ولري چې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کړ او بې ګناه ولس اووژني

پاکستان د افغانستان حاکمیت او آزادي قدر کوي خو په افغان خاوره د پاکستان پر ضد پلانونه جوړول او د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کول نه شي زغملي

د پاکستان لوړ پوړه چارواکو د معلوماتو ترمخه اسلام‌اباد څو ځله له کابل څخه غوښتي چې د هغو ډلو پر ضد عملي اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ترهګري کوي ،  دا غوښتنه د نړيوالو اصولو او دوه‌اړخيزو ژمنو پر بنسټ ولاړه ده، ددې غوښتنو په غبرګون کې د افغانستان دا څرګندونې چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده، یوه بې دلیله او نامناسبه څرګندونه ده او باید افغان چارواکي داسې بې دلیله څرګندونو څخه ډډه وکړي

د امنیتي چارواکو ترمخه  پاکستان تر اوسه زغم او د خبرو لاره غوره کړې، خو دا زغم دا معنی نه لري چې پاکستان کمزورې دې، پاکستان د سولې پر ساتلو ټینګ ولاړ دې او ددې دا معنی نه شي کیدلې چې پاکستان به له دې وروسته شی او تسلیم به شي

دفاعي شوونکو ترمخه د سيمې ثبات هغه وخت ممکن دی چې کابل د خبرو پر ځای عملي ګامونه پورته کړي، نه دا چې د مسؤليت د تېښتې لپاره تبليغاتي بيانونه ورکړي او له افغان خاورې څخه په پاکستان بریدونه د پاکستان داخلي مسله وګرځوي

سیاسی او دفاعي شنوونکي ترمخه پاکستان او افغانستان یو کلتور او جغرافیه لري ، د دین اسلام له لارې یو بل سره تړلي دي خو اعتماد هغه وخت قوي کیږي چې ژمنې عملي شی ، ژمنې یوازې په ویناګانو نه قوي ،افغانستان باید دې لپاره قوي تحریري ژمنه ورکړي.  د پاکستان چارواکو په وینا پاکستان د سولې او ثبات، د خبرو اترو او همکارۍ دروازې پرانستې ساتي خو پاکستان خپل ملي امنیت، د خپلو وګړو د ساتنې په مسله هیڅ کله هم د جوړ جاړي معامله نه کوي

نورخبرونه

پاکستان د افغان وزیرخارجه بیان ګمراه کوونکې بللې

پاکستان له خپله ځانه ډیر غټ هیواد هند ته ماتې ورکړې ده: عطا تارړ، د اطلاعاتو وفاقي وزیر

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *