تازه خبرونه

پاکستان د افغان وزیرخارجه بیان ګمراه کوونکې بللې

پاکستان د دې ټولو دعوو رد کړې دې ، د مذاکراتو پر مهال اسلام‌اباد په ښکاره وويل چې هغه کسان چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان امنيت ته مستقيم خطر ګڼل کېږي، بايد ونيول شي
پاکستان په استنبول مذاکراتو کې ښکاره دریځ وړاندې کړل چې هغه کسان چې پاکستان لپاره ګواښ دې باید ددوی په ضد افغان طالبان اقدام وکړي

د افغان طالبانو خارجه وزیر دا تور هم پاکستان رد کړې دې چې ګني پاکستان غواړي امریکا یو ځل بیا افغانستان ته راشي

پاکستان د افغان طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد وروستي څرګندونې ګمراه کوونکي بللي او ويلي يې دي چې د کابل له لوري وړاندې شوی دريځ له حقايقو سره سمون نه لري

د پاکستان رسمي غبرګون

د اسلام‌اباد چارواکو په څرګند ډول ويلي چې د پاکستان دريځ تل يو شان او اصولي پاتې شوی ،پاکستان ورته په ډاګه کړې  چې د افغانستان خاوره بايد د پاکستان پر ضد د هيڅ ډول فعاليت لپاره و نه کارول شي

د افغان وياند څرګندونې او شاليد

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې په يوه مرکه کې ادعا کړې وه چې د استنبول مذاکراتو پر مهال افغان لوري پاکستان ته وړانديز وکړ چې هغه کسان چې اسلام‌اباد يې امنيت ته خطر بولي، د هغوی د شړلو (ډيپورټ کولو) لپاره تيار دي، خو پاکستان دا وړانديز ونه مانه۔
د ده په وينا، پاکستان ويل چې دا کسان دې د افغانستان دننه کنټرول شي۔
مجاهد زياته کړه چې د اسلامي امارت پاليسي واپس راستانه شوي کډوالو ته  د وسلو د ساتلو اجازه نه ورکوي، او که پاکستان د کوم شخص په اړه باوري معلومات وړاندې کړي، نو پرضد به يې اقدام وشي
ده دا متنازع ادعا هم وکړه چې د پاکستان وروستۍ کړنې ښيي ګنې اسلام‌اباد غواړي د امريکا د بېرته راتګ لپاره د بګرام هوايي اډې چاپېريال مناسب ساز کړي۔

د پاکستان دريځ

پاکستان د دې ټولو دعوو رد کړی او ويلي يې دي چې د مذاکراتو پر مهال اسلام‌اباد واضح وويل چې هغه کسان چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان امنيت ته مستقيم خطر ګڼل کېږي، بايد  ونيول شي، کنټرول شي يا د قانون منګولو ته وسپارل شي
چارواکو وويل، کله چې افغان لوري وويل چې ځينې له دغو کسانو څخه د پاکستان اتباع دي، نو اسلام‌اباد سمدلاسه وړانديز وکړ چې دا کسان دې د ټاکلو سرحدي لارو له لارې پاکستان ته وسپارل شي ،  دا وړانديز نه يوازې د پاکستان د پخوانۍ پاليسۍ سره سم و، بلکې له نړيوالو اصولو سره هم مطابقت لري

د افغان دعوو ردول

پاکستاني چارواکو وويل، د افغان وياند دا ادعا چې ګويا پاکستان د “ډيپورټ کولو وړانديز” رد کړی، سراسر غلط تاثر دی۔ د اسلام‌اباد دريځ تل د امنيتي تصديق   او قانوني طريقې پر بنسټ ولاړ دی۔
اسلام‌اباد زياته کړه چې د هر ممکن خطر د مخنيوي لپاره عملي همکاري او واقعي اقدامات اړين دي، نه دا چې يو بل باندې تورونه ولګول شي او بيانونه ورکړل شي

د امريکا اړوند ادعا

پاکستان د ذبيح الله مجاهد دا ادعا هم بې بنسټه وبلله چې ګويا پاکستان غواړي د امريکايي ځواکونو د بېرته راتګ لپاره زمينه برابره کړي۔
چارواکي وايي دا تور بې‌دليل، بې‌بنسټه او له واقعيت څخه لرې دی۔ پاکستان د هېڅ بهرني پوځي شتون پلوي نه دی، او د سيمې د سولې، ثبات او حاکميت پر اصولو باور لري

د دوه اړخيز ميکانيزم ژمنه

پاکستان يو ځل بيا ټينګار وکړ چې غواړي د افغانستان سره موجود دوه اړخيز ميکانيزم ، په ځانګړي ډول د استنبول مذاکراتو چوکاټ  لا اغېزمن کړي، څو د سرحدي نظم، امنيت او ګډه همکاري باوري شي. پاکستان وويل چې له افغانستان سره اړيکې بايد د متقابل احترام او همکارۍپر بنسټ ولاړې وي، او هغه څرګندونې چې له حقايقو سره سمون نه لري، نه يوازې د خبرو اترو بهير زيانمنوي، بلکې د سيمې د امن ثبات ته هم تاوان رسوي

نورخبرونه

پاکستان له خپله ځانه ډیر غټ هیواد هند ته ماتې ورکړې ده: عطا تارړ، د اطلاعاتو وفاقي وزیر

پاکستان کې د هند استخباراتي ادارو لوري  ترهګریز فعالیتونه او پلانونه بربنډ شول

Related Articles

د الاقصی جومات تړل د مذهبي آزادۍ او نړیوالو اصولو خلاف غندل شوي

March 12, 2026

په امریکا کې د نړیوالې جګړې یادګار کې د یوې ویډیو رقص خپرېدو وروسته، د هند اصلي ټیک کارکوونکي پر ضد غبرګونونه رامنځته شوي او د ایستلو غوښتنې راپورته شوې، ځکه امریکایي چارواکي دغه پېښه څېړي

March 12, 2026

**امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ: په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نیولو خطر شته او د سفر بندیز جاري دی

March 12, 2026

د طالبانو یو دیني عالم د پاکستان پر ضد فتوا صادره کړې، چې له امله یې د سرحدونو پورې غاړه د وسله‌وال فعالیتونو او د سیمې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

March 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *