تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان  په اوربند هوکړه: قطر حکومت مهم بیان خپور کړې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استنبول کې په ډزبندۍ هوکړه کولو وروسته د قطر حکومت په ځانګړې مراسله کې د پاکستان او افغانستان ستاینه کړې ده

1 min read

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اوربند هوکړه یو ډیر لوی مثبت پرمختګ دې

پرون د ترکي او قطر په منځګړتوب او د ترکي په کوربتوب د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اوربند هوکړه وشوه او په ۶م نومبر غوڼده کې د بشپړ میکانیزم جوړولو په سر هم راضي شو انځور د مصنوعي ذهانت له لارې د معلوماتو لپاره جوړ شوې

October 31, 2025

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د مذاکراتو برياليتوب تاييد کړې دې، د  قطر د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استنبول کې ترسره شوو مذاکراتو په بريالیتوب سره پای  ته رسېدو تصديق کړی او په دې اړه یې رسمي بيان خپور کړی دی

په بيان کې ويل شوي چې دا خبرې اترې په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوې،
او دواړه لوري پر دې متفق شوي چې د اوربند تسلسل وساتل شي او د سولې د ټينګښت لپاره ګډې هڅې دوام ومومي

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د ترکيې حکومت د مېلمستيا او ديپلوماټيکو هڅو ستاينه وکړه
او څرګنده یې کړه چې د ترکيې د منځګړتوب او هڅو له برکته د دوحې په خبرو کې شوی اوربند لا پياوړی شوی دی

 دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې پرون په استنبول کې د ترکي او قطر په منځګړتوب پاکستان او افغانستان یو ځل بیا د امن لپاره خبرو ته را اغوښتل شول او ددواړو هیوادونو ترمنځ یو ځل بیا خبرې وشې چې پایله ی مثبته شوه او د دواړه لوری ډزبندۍ ته دوام ورکول او د امن د ټینګښت لپاره راضي شول

د ترکي لوري هم د پاکستان او افغانستان هیوادونو څخه ځانګړې مننه شوې چې دوی ډزبندۍ باندې هوکړه وکړه او په راتلونکي ۶م نومبر باندې ی په استنبول کې د یو لوړې کچې غونډه کې د ګډون کولو او ددې شخړې په مثبت ډول هوارولو لپاره ی په ګډ میکانیزم جوړولو د بشپړ ژمنې څرګندونه وکړه

نورخبرونه

پاکستان او افغانستان ترمنځ استنبول کې مذاکرات کامیاب شوي

افغانستان سره د سولې غوښتونکي یو خو د پاکستان په ضد ی خاوره ی کارول د زغملو نه ده: فیلډمارشل جنرل عاصم منیر

Related Articles

پاکستان او افغانستان د ترکي او قطر په منځګړتوب په دې هوګړه کړې ده چې دوی به ډزبندۍ ته دوام ورکوي

October 31, 2025

د پاکستن پوځ سرلښکر نن پیښور ته سفر وکړو، قبایلي مشرانو سره ی ولیدل او د پاکستان لپاره ی د قبایلي سیمو مشرانو او اولس قربانۍ په درنو ټکو کې وستایلې

October 30, 2025

د افغان طالبانو د کورنیو چاورو وزیر سراج الدین حقاني د یوې غونډې ګډون والو ته وینا کې ویلي دي چې اور لګول آسان کار دې خو وژنه ی ډیر سخت کار دې

October 30, 2025

کالعدم تحریک طالبان پاکستان پخوانۍ نایب امیر امجد عرف مزاحم کوم چې د امریکا لوري هم نړیوال ځانګړي ترهګر په توګه نومول شوې وو، د سیکوریټي ځواکونو په اپریشن کې له منځه وړل شوې دې

October 30, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *