تازه خبرونه

د ټي ټي پي پخوانۍ نایب امیر قاري امجد په باجوړ کې له منځه وړل شوې

کالعدم تحریک طالبان پاکستان پخوانۍ نایب امیر امجد عرف مزاحم کوم چې د امریکا لوري هم نړیوال ځانګړي ترهګر په توګه نومول شوې وو، د سیکوریټي ځواکونو په اپریشن کې له منځه وړل شوې دې
د امنیتي چاوراکو په وینا د پخواني نایب امیر وژنه د ټي ټی پي لپاره لوی زیان بلل کیږي

کالعدم ډلې تحریک طالبان پاکستان لوري په یوه اعلامیه کې د ټي ټي پي پخواني نایب امیر امجد د وژنې تاید کړې دې

پیښور:  د پاکستاني ځواکونو له لوري د خوارجو د داخلیدو هڅه شنډه شوه او   د خارجي کمانډر په ګډون ۴ ترهګر ووژل شول، د پاکستان امنیتي ځواکونو د پاک افغان پوله ته څېرمه د خوارجو د یوې ډلې د نفوذ هڅه ناکامه کړې ده

دلته باید یادونه وشی چې قاري امجد مجد د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري د  نړیوال ځانګړي ترهګر په توګه نومول شوې و.سرچینې وایی  د باجوړ په ډمه ډوله پاکستان چوک سیمه کې د ټي ټي پي دا کمانډر له منځه وړل شوې

د پوځ د عامه اړیکو څانګې   له مخې، د امنیتي ځواکونو د څارنې ټیمونو د پاک افغان پوله ته نږدې د خوارجو د یوې ډلې مشکوکه خوځښتونه په وخت وپېژندل او د هغوی  ترهګریز فعالیتونو هڅه یې په مؤثر ډول شنډه کړه. د عملیاتو پر مهال د ډلې کمانډر او د ټي ټي پي پخوانۍ نایب امیرامجد عرف مزاحم په ګډون ۴ ترهګر وژل شوي د.

د ترهګرو په ډله کې د لوړې کچې مشر

په اعلامیه کې ویل شوي چې وژل شوو څلور خوارجو کې یو لوړپوړی مشر، امجد عرف مزاحم هم شامل دی  نوموړی د ټي تي پي د خوارجو ډلې  مشر نور ولي نایب و، او له افغانستانه دننه د پاکستان پر ضد په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل پاتې شوی و.د آیی ایس پی آر  په وینا، وژل شوی ترهګر  د فتنۀ الخوارج  ډلې د “رهبرۍ شورا” مشر و، چې د هند له لوري یې مالي او استخباراتي ملاتړ کېده
نوموړی د قانون نافذو ادارو له‌خوا له اوږدې مودې راهیسې مطلوب و، او د هغه پر سر ۵۰ لکه روپۍ انعام هم  ټاکل شوی و.

افغانستان کې ترهګریز پلانونه جوړول

اعلامیه زیاتوي چې د فتنۀ الخوارج مشرتابه په فغانستان کې دننه د پاکستان پر ضد د نفوذ هڅې او ترهګریز بریدونه پلانوي، څو په پاکستان کې د خپلې فعالې شتون تاثر رامنځته کړي.خو د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پرله‌پسې او اغېزمنو عملیاتو له کبله د دغې ډلې مورال یا حوصله سخته زیانمنه شوې ده

 ټي ټي پي د خپل مشر د وژنې تاید کړې

په یوه خپره اعلامیه  کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي تي پي د وژل شوی نایب امیر مفتي مزاحم د وژنې تاید کړې دې او ویلي دي چې هغه سره د هغه یو مهم ملګرې کمانډر یاسر هم وژل شوې دې

نورخبرونه

ناقانونه ګرځولې شوې ډلې ټي ټي پي په تیراه کې فعالیتونه

ضلع کرم کې  د پاکستان په امنیتي ځواکونو ترهګریز برید شوې

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *