تازه خبرونه

هند اعلان کړې چې نومبر کې پراخ هوایی تمرینونه کوي

د هند حکومت اعلان کړې دې چې په راتلونکې نومبر میاشت کې به فضایی تمرینونه وکړي
د هند حکومت اعلان کړی چې د راتلونکې نومبر میاشتې له ۳مې تر ۲۸مې نېټې پورې به د رومیو آر ۱ په نوم پراخ هوايي تمرین ترسره کړي.

پاکستان له هند سره نزدې خپل فضایی حریم د تړلو اعلان کړې دې

د هندي چارواکو له لوري خپره شوې خبرتیا ښيي چې دا تمرینات به د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۳مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې د هند پر وخت پیل او تر ۲۸مې نومبر د غرمې ۱۲:۰۰ بجو به دوام وکړي.

د هند پوځ هوايي شرکتونو او اړوندو ادارو ته خبرداری ورکړی، چې د تمریناتو پر مهال دې په ټاکل شویو سیمو کې د الوتنو مخنیوی وکړي.

ټاکل شوې، دغه تمرینات به د هند په مرکزي او جنوب ختیځو برخو کې ترسره شي

مهمه ده او باید یادونه وشي چې وړمه ورځ پاکستان د هند سره نږدې خپل فضایي حدود د اکتوبر په ۲۸ او ۲۹ نېټه د سهار له ۶ بجو تر ۹ بجو پورې د درې ساعتونو لپاره بند ساتلو اعلان کړې. دا پرېکړه د پاکستان د هوایي چلند ادارې سي اې اې  لخوا  اعلان شوې، چې ټولې هوایي کمپنۍ یې خبرې کړي دي. د راپورونو له مخې، دا بندیز د هند د “تريشول ۲۰۲۵” په نوم د درې‌ګونو ځواکونو د پوځي تمریناتو له امله لګول شوی، کوم چې د اکتوبر له ۳۰ څخه تر نومبر ۱۰ پورې د پاکستان پولې ته نږدې ترسره کېږي

نورخبرونه

پاکستان او هند باید د جنګونو پيسې په اولس مصرف کړي: شهباز شریف

 ډونلډ ټرمپ بيا وئيلی دی د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندی د هغه په کوششونو شوي وه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *