تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان: ګاونډیان باید ښې اړیکې ولري

افغانستان په کوردننه سمندر نه لري او دې لپاره په پاکستان تکیه کوي، افغانستان او پاکستان ښې اړیکې د دواړو ملکونو په زیاته ګټه تمامیږي

1 min read

د پاکستان قومي شاعر ډاکټر علامه اقبال افغانستان ته د آسیا زړه ویلې دې

د تورخم لار او افغانستان سره ټول سرحدونه د منځنۍ آسیا لپاره دروازې دي او دې لارو څخه پاکستان کولې شی خپل صادرات افغانستان او بیا نور منځنۍ آسیا ته انتقال کړي

پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي ، ددې هیوادونو اولس د یو دین اسلام او یو کلتور لاه لارې یو بل سره تړلي دي او د دواړو هیوادونو اولس له یو بل سره ډیره مینه لري خو له بده مرغه چې کله نه هم پاکستان د برتانوي واکمنۍ آزادي وموندله افغانستان له پاکستان سره اړیکې وخت سره ترینګلي شوي دي

که د پاکستان او افغانستان موقعیت ته وکتل شوي نو دا دواړه هیوادونه د زمکې په داسې سیمې کې موقعیت لري چې دا سیمې ډیر لوی اقتصادي او سټریټیجک اهمیت لري، پاکستان افغانستان سره ۲۶۰۰ کم او زیات د ډیورنډ سرحد لري چې پاکستان نیغ په نیغه منځنۍ آسیا او بیا روس سره نښلوي
 

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښو او مثبتو  اړیکو کې د  دواړو هېوادونو لپاره سترې ګټې دي ، دا ګټې  سیاسي، اقتصادي، امنیتي، او ټولنیزې کیدلې شي چې لاندې ورته کتنه شوې ده.

  
که افغانستان باثباته وي،که افغانستان کې سوکالي او خوشحالي و نو د پاکستان داخلي سوکالي هم بیا باوري ده او د افغان امن او ثبات سره به  د سرحدي سیمو امنیت هم ښه وی. د ترهګرو تګ راتګ، قاچاق او ناامنۍ ته ځای لپاره به هیڅ کوم ځای نه وي


افغانستان د پاکستان لپاره د منځنۍ اسیا د منډیو دروازه ده. که د دواړو مسلمان ګاونډي هیوادونو  اړیکې ښې وي، نو د پاکستان تجارت تر ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو پورې غځیدلې شی او هم دا مونږ نن ګورو چې د کراچۍ څخه چې کوم تجارتي توکي بار شی هغه له تورخم او کندهار له لارې منځنۍ آسیا ته انتقالیږي. افغانستان سمندر نه لري او د پاکستان لارې کراچۍ لارې ورته اسانه ده خپل تجارتي توکې وارد او خپل صادرات په ارزانه او اسانه لار نړۍ ته انتقال کړي . تورخم پوله یوه داسې پوله ده چې افغانستان کولې شي خپل تجارت ته وده ورکړي خو دلته باید اوویل شی چې دا د دواړو هیوادونو جوړجاړي سره نښتې ده ، که پاکستان او افغانستان یوبل سره راضي وي ، دواړه هیوادونه خپل سرحدونه کنټرول کړي او داسې کومو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې په دې سیمه کې ګډوډي راولی نه دې سره به په دواړو هیوادونو کې امنیتي وضع ښه شی او او دواړه ملکونو به ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري

د ښه ګاونډیتوب له لارې پاکستان کولی شي د سیمه ییز سیاست په ډګر کې ځان یو بااعتماد منځګړی یا شریك ثابت کړي، که افغانستان د پاکستان یو باوري ګاونډي جوړ شی نو دې سره به په سیمه ډیر مثبت اغیزه وشی . ښې اړیکې د کډوالو د منظمې ستنېدنې او د سرحد د ګډې ادارې لپاره هم اسانتیاوې رامنځته کوي

 افغانستان د سمندر لاسرسی نه لري، خو د پاکستان له لارې د کراچۍ بندر ته د تجارت لاره ورته خلاصه ده. دا د افغان اقتصاد لپاره حیاتي ده.په پاکستان کې میلیونه افغانان ژوند کوي او کار کوي. که اړیکې ښې وي، دا اړیکې لا باثباته کېږي،دواړه هیوادونه نور یو بل ته رانزدې کیږي او د ژوند په هر ډګر کې پرمختګ کیږي

په پاکستان کې نن هم په زرګونو افغان وګړي لوړې زده کړې کوي، که د افغانستان اړیکې پاکستان سره باثباته وی نو دې سره افغان وګړو لپاره په پاکستان کې د زده کړو نور فرصتونه برابریږي او نور افغان کولې شی په پاکستان کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړه چې دا به د افغانستان په اقتصادي ګټه تمام شي

افغانستان سره ډیره ښه موقع ده چې د سي پيک له لارې پاکستان او بیا چین سره ځان ونښلوي ، که دا کار وشي او افغانستان د سی پيک له لارې ونښلول شی نو دې سره به د افغانستان په اقتصادي میدان کې ډیر لوی پرمختګ وشي. که څه هم د افغانستان لارې په کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژو کار دوام لري خو د سیمې امنیت ډیر زیات اړین دې، که په سرحدي سیمو کې امن او ثبات نه وي نو بیا دا لوی اقتصادي پروژې نه شي بریالې کیدلې، په داسې وخت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې باید داسې وی چې دا د کوم کړکیچ ، شخړې یا د کوم اختلافاتو ښکار نه شی او دا پروژې په بریاليتوب سره پای ته ورسي

د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا د جګړو پر ځای د همکارۍ او ورورولۍ فضا راپیدا کوي ، که د دواړو هیوادونو اړیکې باوري شی نو دې سره د  سرحدي سیمو خلک به هم  سولې او پرمختګ احساس وکړي، یو بل ته به نور رانزدې شي او د دواړو هیوادونو د پرمختګ لپاره به ګډ کار وکړي، د دو ګاونډي هیوادونو په اړیکو کې د دواړو لوري خیر او ګټه ده ځکه دې سره سیمه کې د بهرنیو قوتونو نفوذ کمېږي، ځکه دواړه هېوادونه خپله مسئلې په خپل هواروي، د یو بل خبره اوري

دلته ویلې شو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې لپاره د سولې، پرمختګ او ثبات زېری دې

نورخبرونه

د کابل داخلي ګډوډۍ د استنبول مذاکرات ناکام کړل

Related Articles

د استنبول په مذاکراتو کې د ترکي او قطر چې منځګړي وو، د پاکستان دریځ منلې خو د افغان طالبانو د ضد له امله دا مذاکرات پرته د کومې مثبتې پایلې ته ورسیدل

October 28, 2025

په کونړ سیند باندې بند تړلو منصوبه د شهید سرداود د واکمنۍ په مهال د هغه په ۵ کلنۍ منصوبه بندۍ کې شامله وه

October 28, 2025

سرچینې وایی د پاکستان دریځ چې افغان طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان په ضد اقدم وکړي، افغان طالبان دا نه مني او نه تحریري ژمنه کوي

October 28, 2025

شهباز شریف د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سره د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې پیاوړې کولو او په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

October 28, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *