په داسې وخت کې چې د پاکستان سره د افغان طالبانو لوري د کړکیچ لوري ټول سرحدونه تړلي او په ترکي کې د امن لپاره خبرې دوام لري، د افغان طالبانو له لوري په رسنیو خبرونه خپاره کیږي چې افغانستان ۲۲ ټنه کندهاري انار روس ته صادروي چې دا کار ښایی پر پاکستان یو دیپلوماتیک فشار راولي چې افغانستان نورې لارې هم پیدا کولې شي چې له لارې ی نړۍ سره تجارت وکړي
دا اقدام تر ډېره د اقتصادي یا تجارتي بریالیتوب نښه نه ده، بلکې د خپلې مایوسه شوې معیشت د ښودلو یو تبلیغاتي هڅه ده
دغه اعلان د افغان طالبانو له لوري په داسې وخت کې شوی چې پاکستان له افغان طالبانو څخه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه د خبرو د دوام لپاره یو بنسټیز شرط ګرځولی او طالبان غواړي په دې اقتصادي پرمختګ پرپاکستان فشار راولي خوداسې هڅې ددوی ناکامه تمامیږي
شنونکي وایي، د طالبانو دا اقدام د دې لپاره شوی چې نړیوالې او سیمهییزې کچې ته د خودانحصارۍ یا ځانبسیا پیغام واستوي، خو زمکني حقایق برعکس دي. د موجوده راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان اقتصاد شاوخوا ۲۵٪ کمزوری شوی، او د مېوو صادرات د افغانستان ټولو صادراتو یوازې یوه څلورمه برخه جوړوي. دغه برخه هم اوس د پاکستان له خوا د امنیتي محدودیتونو او بندیزونو له امله سخت زیانمنه شوې ده
۲۲ ټنه انار د هغو زرګونو ټنو مېوو بدیل نهشي کېدی چې پخوا به هره ورځ د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل.که چیرې طالبانو په خپله خاوره د تحریک طالبان پاکستان ترهګرو په ضد اقدام کوي، د ترکي په خبرو کې ددې اقدام ژمنه کوي نو بیا دا ورځ نزدې ده چې د افغانستان پاکستان ته او د پاکستان په لار نورو هیوادونو ته ډیر د میوو او نورو توکو صادرات زیات شي
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هڅه کوي د خپلو بیانیو له لارې د طالبانو اقتصادي انځور ته مثبته بڼه ورکړي، خو د واقعیت له مخې، هیڅ بدیله لاره د پاکستان د سوداګریزو دهلیزونو او د هغه د امنیتي ضمانتونو بدیل نهشي کېدای
له افغانستان څخه روسیې هېواد ته د انارو د لیږد د پروسې پيل په اقتصادي لحاظ یو خورا ارزښتمن ګام دی.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 27, 2025
په دې سره به زموږ د هیواد موه جاتو خصوصا اناروته یو بل ستر مارکیټ پیدا شي او د هېواد د صادراتو په برخه کې به پرمختګ رامنځته شي. ان شاءالله pic.twitter.com/oLZts1UwoI
ریښتینی حاکمیت او ځانبسیا هغه وخت عملي کېږي کله چې افغانستان د تندلارو او وسلهوالو ډلو پر ضد اغېزمن اقدامات ترسره کړي، نه دا چې د انارو څو موټر شمال ته واستوي او بیا یې د بریا نښه وګڼي
د پاکستان دریځ لا هم څرګند دی ، تر هغو چې د افغان طالبانو لوري د کالعدم تحریک طالبان پاکستان او اړونده ډلو پر ضد جدي او باور وړ اقدامات و نهشي، سوداګري عادي حالت ته نهشي ګرځېدای. د اقتصادي همکارۍ او تجارتي اسانتیاوو بنسټ د امنیتي باورونو او د ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلی دی او کله چې د پاکستان امنیت باوري شی نو بیا به د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ډیره وده وکړي
په پای کې، د طالبانو دا د انارو صادرات یوازې یوه ظاهري نښه ده چې غواړي د ځانبسیا او اقتصادي ثبات تاثر ورکړي، خو د جغرافیې او اقتصاد واقعي قاعده دا ده چې د افغانستان د ثبات او حاکمیت بنسټ د پاکستان له همکارۍ او د ترهګرۍ له منځه وړلو پرته ناممکن دی
د استنبول خبرو بریا به هم تر ډېره پورې د همدغو امنیتي او باور ډکو ګامونو پورې تړلې وي، نه دا چې د افغان طالبان چارواکي له علامتي صادراتو تبلیغاتو څرګندونه وکړي چې پاکستان باندې فشار راوړي
نورخبرونه
روس د نړۍ لومړې هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمې توګه اوپیژندل