تازه خبرونه

روس د نړۍ لومړې هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمې توګه اوپیژندل

د نړۍ سیاسي او دفاعي چارو پوهان وایی چې د روسیه لوري د افغانستان اسلامي امارت پیژندنه یو ښه پرمختګ دې او دا د افغانستان حکومتي چارواکو لپاره یوه بریا دې چې له روسیه لوري په رسمیت اوپیژندل شو
روس د نړۍ لومړې هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمې توګه اوپیژندل

د نړۍ په هیوادونو کې روس هغه لومړۍ هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په سرکاري توګه اوپیژندل

د افغانستان په سیاسي ډګر کې یو مهم پرمختګ کړې دې او د روس استازې په پایه تخت کابل کې افغان چارواکو له خبر ورکړې دې چې دوی پریکړه کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت اوپیژني

نن په پایه تخت کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د روسیې د فدراسیون سفیر ديميتري ژيرنوف مهمه لیدنه وکړه او افغان چارواکو ته ی ددې لوی سیاسي پرمختګ خبر ورکړو

په دې لیدنه کې د روسي سفیر له خوا د روسیې د حکومت هغه رسمي پرېکړه په رسمي توګه ورسول شوه چې له مخې یې روسی فدراسیون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده

د روس سفیر د دې پرېکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو تاریخي ګام وباله

دلته دا مهمه ده او او باید چې یادونه وشي چې د نړۍ په هیوادونو کې روس هغه لومړۍ هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په سرکاري توګه اوپیژندل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیه فدراسیون دغه پرېکړه په تود هرکلي سره یاده کړه او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، یو بل ته د لوی درناوي او رغنده همکاریو یو نوی پړاو اوبلل

مولوي امیر خان متقي دا هم وویل چې د روسیې فدراسیون دا حقیقت‌پال پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختګ په توګه په یاد پاتې شي او د نورو هېوادونو لپاره به هم دداسې یو ګام اخیستلو یو ښه مثال جوړ شي

د اسلامي امارت وزیر خارجه زیاته کړه چې له دې ګام سره به د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه همکاري نورې هم وغځېږي او په نړیوال کچه به ددې لوی سیاسي او سفارتي پرمختک ډیر مثبت اغیزه مخې ته راشي

Related Articles

اسټېټ بانک تصدیق کړی چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو واجب الادا پور بشپړ ادا کړی، او له سعودي عربستان څخه ترلاسه شوې مرستې د دې ادایګۍ زمینه برابره کړې ده

April 18, 2026

ایران د امریکا د بندیزونو وروسته د هرمز تنګی بیا د تجارتي کښتیو لپاره پرانیستی، خو هممهاله یې په دې ستراتیژیکه سمندري لاره خپل کنټرول نور هم سخت کړی دی

April 18, 2026

کارپوهان وايي د طالبانو واکمني اسلامي نه ده، بلکې غصب شوی او بې مشروع نظام دی

April 18, 2026

د برېتانیا پارلمان د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې د پاکستان مهم ډیپلوماټیک رول په رسمیت وپېژاند

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *