تازه خبرونه

د دفاع وزیر بیان پاکستان او افغانستان خبرې  ګډوډوي: شیرپاو

افتاب احمد خان شیرپاو د وزیردفاع خواجه محمد آصف بیان ته د تود غبرګون ښودلې او په هغه ی سختې نیوکې کړي
نن په ترکي کې پاک افغان خبرو دویم پړاو ترسره کیږي

شیر پاو وایی چې دفاع وزیر خواجه آصف پرون رسنیو سره خبرو کې په ترکي کې پاک افغان مذاکراتو د نه بریالي کیدلو په اړه یو غیرمسولانه خبرې وکړې

د کورنیو چارو پخواني وزیر او د پاکستان قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وروستۍ څرګندونې ته تود غبرګون ښودلې، نوموړي ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په استنبول کې روانو مذاکراتو په اړه د خواجه آصف بیان غیرمسؤلانه او د امن لپاره د خبرو ګډوډلو هڅه ده

نوموړي په دفاع وزیر نیوکه کړې او ویلي ی دي  چې د دفاع وزیر دا ډول څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابوي او د مذاکراتي بهیر سبوتاژ کوي

د نوموړي په وینا، له افغانستان سره اوسمهال مذاکرات روان دي، او تمه ده چې دواړه خواوې به د سیمې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅې کوي

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دفاع وزیر پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، که په استنبول کې له افغانستان سره خبرې بریالۍ نه شي، نو د دوی لپاره یوازینی انتخاب د افغانستان سره ښکاره جګړه ده

سیاسي شنونکو نه یوازې دا څرګندونې په استنبول کې د پاکستاني مذاکراتي پلاوي سپکاوی بللی، بلکې په عین حال کې یې ویلي، چې دا ډول خبرې د مذاکراتو په اړه د پاکستان د نیت په اړه شکونه راپیدا کوي

نورخبرونه

د دوحه خبرو دوام : په ترکي کې پاکستان او افغان طالبانو پلاوي غونډه کړې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *