تازه خبرونه

د دوحه خبرو دوام : په ترکي کې پاکستان او افغان طالبانو پلاوي غونډه کړې

سرچینې وایی چې له پاکستان لوري پلاوي کې اووه غړي او د افغان لوري پلاوي کې شپږ د افغان طالبانو پلاوي غړي شامل وو چې د ترکي استنبول په یوه هوټل کې ی غونډه وکړه

1 min read

نن به د ترکي غونډې دویمه ناسته کیږي

پاکستان افغانستان پلاوي ته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره مهم پلان او غوښتنې وړاندې کړې دې،غونډه په یو هوټل کې وشوه چې کوربه ی ترکي و ، فایل فوټو

October 26, 2025

پرون په ۲۵م اکتوبر د ترکي په ښار استنبول کې د قطر او ترکي په منځګړتوب د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي ترمنځ  د دوحه خبرو اترو په دوام کې ناسته ترسره شوه، ویل کیږي دا ناسته تر ۹ نهه ساعتونو جاري او  پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره افغانستان ته یو هراړخیز پلان او غوښتنې وړاندې کړي دي.

د ترکي په ښار استنبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو دوهم پړاو پای ته رسېدلی دی۔د سرچینو له مخې، دا مذاکرات د استانبول په یوه هوټل کې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ ترسره شول چې د ترکیې د لوړپوړو چارواکو له‌خوا یې کوربه‌توب کېده۔ د راپورونو له‌مخې دا خبرې شاوخوا نهه ساعته روانې وې۔

سرچینې وايي، په دې پړاو کې د قطر په مذاکراتو کې شوي توافقات او پرېکړې وڅېړل شوې او د هغوی د عملي کېدو جاج واخیستل شو۔د معلوماتو له مخې، پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یو بشپړ او تفصیلي پلان او غوښتنې ی د افغان پلاوي مخې ته کیښودې

د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي

د سرچینو ترمخه د پاکستان په پلاوي کې اووه کسان چې  د پوځ، استخباراتي ادارې  آی اېس آی او بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي شامل دي، خو نومونه نه دي ښودل شوي.

د افغانستان ۶ شپږ کسیز پلاوې چې  د کورنیو چارو مرستیال وزیر مولوی رحمت الله نجیب  ی مشري کوي. افغان پلاوي کې  انس حقاني (د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور)، سهیل شاهین، نور الرحمن نصرت، عبدالقهار بلخي، او نور احمد نور شامل دي.

د خبرو تمرکز ،مهم ټکي او د پاکستان غوښتنې

ویلې کیږي چې د ترکي خبرو په لومړې غونډه کې د اوربند لپاره د “مشخص او تصدیق وړ د نظارت میکانیزم” جوړول، پشمول د وسله والو د ځایونو په اړه د استخباراتي معلوماتو شریکول  چې دواړه هیوادونه اړین اقدام وکړي او د سرحدونو ګډ مدیریت ترڅو د سرحدي ترهګرۍ مخه ونیول شي.

د سرچینو ترمخه په غونډه کې د کورني او نړیوالو قوانینو مراعات کول، په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه هم خبرې وشوې

سرچینې وایی چې پاکستاني پلاوي افغان طالبانو وړاندې د پراخه امنیتي همکارۍ کولو او د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام او ددوی بریدونه چې د پاکستان په ضد ی کوي، د مخنیوي غوښتنه کړې

یاده دې وي چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکتوبر په ۱۸  اتلسمه او ۱۹ نولسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو چې په پایله کې یې دواړو اړخونو د اوربند پر سر موافقه کړې وه۔

له بلې خوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له امله د چمن، خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان او کرم سرحدي لارې له د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې تړلې دي۔د پاکستان د سرحدي امنیتي سرچینو په وینا، دا پرېکړه هغه مهال وشوه کله چې د اکتوبر په ۱۱مه د افغانستان له خاورې د پاکستان پر سرحدي سیمو بریدونه او بمبارۍ وشوې۔

اوس مهال سلګونه مال‌وړونکي موټرونه د باب دوستي، تورخم، خرلاچي، انگور اډه او غلام خان په پولو کې بند پاتې دي۔

د سوداګرو او شنونکو په وینا، پاکستاني اقتصاد ته هره ورځ په میلیونونو روپۍ تاوان رسېږي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې “زموږ لپاره نه سوداګري او نه راکړه ورکړه دومره مهمه ده، لکه د یوه پاکستانی ژوند.”

نورخبرونه

 دوحه مذاکرات: پاکستان او افغانستان په اوربند راضي شوي

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *