تازه خبرونه

قبایلي خلکو پاکستان لپاره ځانونه قربان کړي: سهیل افریدي،وزیراعلی خیبر پښتونخوا

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي له وفاق څخه غوښتنه کړې چې د صوبې حق دې زر تر زره موږ ته راکړل شي

1 min read

وزیراعلی سهیل افریدي څو ورځې وړاندې رسنیو سره خبرو کې په پوځ تور لګولې وو

وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي د پاکستان پوځ پر ضد تورونو لګولي وو چې وروسته بیا این سي سي آیی اې دده پر ضد مقدمه درج کړه

October 25, 2025

ضلع خیبر: نن د شنبې،خالي په ورځ د ضلع خیبر څخه د پي ټي آیی په ټکټ ټاکل شوي د صوبایی اسمبلي غړي او د ضلع خیبر څخه لومړې ځل  ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي د وزیراعلی په توګه په خپل تحصیل باړه کې دخیبر امن جرګې ګډون والو ته وینا وکړه

  وزیراعلی سهیل افریدي اوویل چې  له ۱۹۴۷ څخه تر ۹/۱۱ پورې د پاکستان د سرحدونو ساتنه قبایلو کړې ده، وې ویل چې   په تړلو خونو  کې ناستو کسانو پرېکړه وکړه او دا هیواد ی د پردو په جګړه کې ورګډ کړو

 هغه اوویل چې له قبایلو قربانۍ ګډوري جوړ شوي او په جنګ کې ور اوچول شول، زیاته ی کړه چې   پر موږ د ډرون بريدونو وشو،   په ۲۰۱۸ کې قبایلو ته وويل شول چې اوس هر څه کلیر دي او امن به وي خو ترنن بورې امن نشته

 سهیل افریدي تور ولګولو چې په کال  ۲۰۲۲ کې د قبایلو د انکار باوجود هغوی دلته راوستل شو  او مېشت کړل شول، وې ویل او چې   موږ ۸۰ زره پښتنو قربانۍ ورکړې دي، هغه اوویل چې یو ځل بیا د عملیاتو پیل کولو تیارې کیږي خو موږ به هیڅ کوم اپریشن و نه منو

 هغه اوویل چې که کوم بېګناه  وګړې ژوند له منځه ولاړ شي نو د هغه حساب به اخیستل کېږي، وې ویل چې  نور به په تړلو خونو کې پریکړې  ونه منو ، غوښتنه ی وکړه چې په هره پریکړه کې دې قبایل شامل کړل شي،  د امن تر څنګ موږ پرمختګ هم غواړو

سهیل افریدي چې د خیبر پښتونخوا له دې په این ایف سي کې  زموږ صوبې برخه راکړل شی، هغه اوویل چې موږ ته کارول شوي موټرې  د خیرات توګه راکولې شي ، دا موږ ته د منلو وړ نه دی ، موږ خپل حق غواړو

د ضلع خیبرقبایلي سیمې ټاکل شوې وزیراعلی اوویل چې تر هغه چې زه ساه اخلم د خلکو د حقوقو لپاره به  جګړه  کوم او  د امن جرګې لپاره به زه ټولو قبایلي  ضلعو ته ځم

نورخبرونه

باړه کې د امن راوستلو لپاره یوه لویه جلسه شوې ده

ضلع خیبر کې وسله کمانډر ځایی خلکو ته ویلي د حکومت لپاره دې جاسوسي نه کوي

Related Articles

د پاکستان او امریکا تر منځه دفاعي اړیکی د باوری او ژورې سټرټیجیکی همکارۍ څرګندونه کوي

December 12, 2025

د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د روان کړکیچ کمولو لپاره قطر، ترکي او سعودي عرب خپل رول ادا کړې خو ترواسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې

December 12, 2025

کارپوهان وایي په قبایلی ضلعو کی ښونځی په بمونو الوزول د سیمه‌ییزو ټولنی له پاره اقتصادي او امنیتي زیان خبرداری ورکوي

December 12, 2025

د پاکستان لوري افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په اسلام آباد کې د چین پلاوي سره ملاقات کړې دې

December 12, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *