تازه خبرونه

ضلع خیبر کې وسله کمانډر ځایی خلکو ته ویلي د حکومت لپاره دې جاسوسي نه کوي

د ضلع خیبر په تحصیل باړه کې کمانډر صدام عرف ابوذر د لوبو د سیالۍ په مهال راجوړې شوې غونډې ته ورغلې او وینا ی کړ ېده

1 min read

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اولس غوښتنه کوي چې حکومت دې د ترهګرو په ضد ګوټلي ګامونه پورته کړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

October 25, 2025

ضلع خیبر: د خيبر ضلعې په باړه  تحصيل د آکاخيلو په سيمه کې د لوبو یو ټورنامنټ هغه مهال د ويرې او ګډوډۍ ډګر شو، کله چې د يوې ناقانونه ډلې وسلوال ترهګر ناڅاپه ميدان ته داخل شول او له ګډونوالو سره يې خبرې پيل کړې

د سرچینو ترمخه دا پېښه د ملورډ پوليس تاڼې په حدودو کې رامنځته شوې ده، چيرې چې د معلوماتو له مخې د ترهګرو يو کمانډر صدام عرف ابو ذر د ځانګړي میلمه په توګه په غونډه کې ګډون وکړه او د غونډې ګډون والو ته ی وینا هم وکړه

د خبريال جواد يوسفزی له لوري په ایکس پاڼه  خپره شوې ويډيو کې څرګنديږي چې صدام عرف ابو ذر د خپلو وسله‌والو ملګرو سره يو ځای په عام محفل کې موجود و. يوسفزي ادعا کړې چې د سيمې خلک د دوی ملاتړ کوي، خو حقيقت برعکس و  ځکه چې ډېری خلکو د دوی پر ضد شعارونه ورکړل او له ميدانه ووتل

 
په خپره ویډیو کې دا کمانډر د غونډې ګډون والو ته وینا کوي او وایی دوی په دې سیمه کې غواړي په امن سره ژوند وکړي، زیاتوي چې خلک دې د حکومتي ادارو لپاره جاسوسي نه کوي، هغه ګواښ کوي چې که څوک د حکومتي ادارو لپاره جاسوسي کوي د له دوی لوري به سختې سزا سره مخ شي.

 
د سيمې مشران او عام وګړي د دې پېښې په اړه سخت غوصه ښودلې او ويلي يې دي چې د ترهګرو بيا په عامه ځايونو کې ښکاره کېدل يو خطرناک پرمختګ دی. هغوی له حکومت او امنيتي ادارو وغوښتل چې دا پېښه په بشپړ ډول وڅېړي او د سيمې امنيت يقيني کړي

 
سرچينې وايي چې امنيتي ادارو د پېښې نوټس اخيستی او د ملورډ پوليس تاڼې په سيمه کې د لټون عملياتو تياري روانه ده.مقامي خلکو څرګنده کړې چې دوی د هېڅ ډول ترهګرې ډلې ملاتړ نه کوي او د خپل سيمې د امن د ساتنې لپاره د دولت تر شا ولاړ دي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې باړه هغه تحصیل دې چې په دې ورستیو کې په دې سیمه کې د وسله والو او مذهبي ډلو ترمنځ تاوتریخوالۍ رامنځ ته شی او په سلګونه خلکو په دې سیمه مذهبي او مسلکي اختلافاتو جګړه کې ژوند له لاسه ورکړو  

نورخبرونه

د امن لپاره جرګه:  خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

Related Articles

د پاکستان او امریکا تر منځه دفاعي اړیکی د باوری او ژورې سټرټیجیکی همکارۍ څرګندونه کوي

December 12, 2025

د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د روان کړکیچ کمولو لپاره قطر، ترکي او سعودي عرب خپل رول ادا کړې خو ترواسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې

December 12, 2025

کارپوهان وایي په قبایلی ضلعو کی ښونځی په بمونو الوزول د سیمه‌ییزو ټولنی له پاره اقتصادي او امنیتي زیان خبرداری ورکوي

December 12, 2025

د پاکستان لوري افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په اسلام آباد کې د چین پلاوي سره ملاقات کړې دې

December 12, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *