تازه خبرونه

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

د امن لښکر رضاکار مړې نن په وادي تیراه کې یو پل لاندې موندل شوې، ځایی سرچنیو ترمخه دا تن پرون ټي ټي پي وسله والو تښتول وو
پرون هم په وادي تیراه کې ځایی مشرانو جرګې د ټاک ټاک ویډیو په سر د غیرت په نامه یو هلک او جینې ق ت ل کړي دي.

وادي تیراه برقمبر خیل کې ځایی مشرانو سره د کالعدم ټي ټي پي امن معاهده هم شوې خو دا پیښه شمشۍ کلي سیمه ملک دین خیل کې مخې ته راغلې کومه چې د امن معاهد سیمې د حدودو سره تړاو نه لري: ځایی سرچینې

پاک افغان بارډر  سره څیرمه د ضلع خیبر په لرې پرته سیمه وادي تیراه شمشۍ کلي کې یوه بده پیښه مخې ته راغلې ده او د سرچینو ترمخه په سیمه کې د کالعدم تحریک  ط ا ل ب ان پاکستان لوري د امن لښکر یو رضاکار چې پرون ی تښتولې وو، نن ی په ډزو ویشتل شوې مړې موندل شوي دې.

د پېښې په اړه د بشپړه معلوماتو له مخې د امن کمېټۍ لښکر جنود الخيبر رضا کار د تښتولو وروسته په ډزو وژل شوی او مړی يې د سيمې په يوه نزدې  برخه کې غورځول شوی چې له امله يې په سيمه کې سخت ويره او ترهه خپره شوې ده. .

د سيمه ييزو سرچينو په وينا، تيره ورځ ماښام شاوخوا اوه بجې د وادي تيراه د پولیسو تاڼې په حدود کې د ملک دين خيل سيمې شمشۍ کلي نه د امن کمېټې د جنود الخيبر رضا کار زوتا خان چې د د ضمير خان زوې د،   د کالعدم تحريک ط ا ل ب ا ن پاکستان  د يوه ځايي کمانډر ملګرو له کوره تښتولی وو. .

سرچينې زياتوي چې نن سهار وسله والو کسانو تښتول شوی رضا کار زوتا خان په ډزو وژلی او مړی يې د ۲۷ بريګېډ د انډر کمانډ سيمې بر باغ بازار د داخلي لارې یو پل لاندې غورځولی. د سيمې خلکو د مړي له ليدو وروسته چارواکو ته خبر ورکړ چې له امله يې په ټوله سيمه کې د سختې وېري فضا رامنځته شوې ده.

دا مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په وادي تیراه برقمبر خیل کې د ځایی مشر حاجي ظاهر شاه افریدي تر مشرۍ لاندې په دې سیمه کې له تحریک ط ا ل ب ا ن پاکستان مشرانو سره کامبابې خبرې وشو او په دې سیمه کې وس دغه رنګ بدې پیښې مخې ته نه راځي خو د ځایی سرچینو ترمخه یاده پیښه چې په کومه سیمه کې شوې ده دا د شمشۍ کلي سیمه ده چې په غټه کې د ملک دین خیل قبیلې سیمه ده او دا سیمه د برقمبر خیل د امن معاهدې په حدودو کې نه راځي.

یاده جرګه د تیرې میاشتې اګست په ۵ مه نیټه ترسره شوې وه او دواړه لوري په دې راضي شوې وو چې که امنیتي ځواکونو په دوی برید نه کوي نو دوی به هم امنیتي ځواکونه او ځایی اولس نه په نښه کوي.

نورخبرونه

په وادي تیراه کښې کالعدم ټي ټي پي سره د مشرانو جرګه کامیابه شوې

خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ څخه بده اغیزمنه شوې په لومړۍ کرښه کې  صوبه ده: بیرسټر سیف

Related Articles

په پاکستان کې اندېښنې راپورته شوې، وروسته له هغه چې د امریکا یوه رسمي سوداګرۍ پوست په خپل نقشه کې کشمیر د هند برخه وښوده، سره له دې چې د ملګرو ملتونو لخوا د شخړې سیمه په توګه پېژندل شوې ده

February 8, 2026

د مزاري د قضیې غوښتنه یوازې د طرزالعمل پورې محدوده نه ده، بلکې د امنیتي اندېښنو په رڼا کې د پی ای سي ای (PECA) د پلي کولو پر وړاندې د پراخې هڅې څرګندونه کوي.

February 8, 2026

د بلوچستان حکومت پراخ امنیتي او حکومتي اصلاحات پیل کړي، چې پکې استخباراتي عملیات، قانوني بدلونونه او ډیجیټل کول شامل دي

February 8, 2026

دا راپور د ځانمرګي ترهګرۍ روانشناسي ته ژوره کتنه کوي، څرګندوي چې بریدګر څنګه د نظریاتو، روزنې او پلان جوړونې له لارې ځانمرګي برید ترسره کوي، او ولې د ټولنیزو رسنیو ګمراه کوونکي ادعاوې د عامه پوهې د ګډوډۍ سبب ګرځي

February 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *