تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ چمن پوله  د سوداګریزو فعالیتو پر مخ خلاصه شوه

په ۱۲م اکتوبر د افغان طالبانو لوري د پاکستان پر سیمو برید وروسته پاکستان افغانستان سره خپل ټول سرحدونه وتړل
پاک افغان پوله تړلو له امله د دواړو هیوادونو معیشت ته هره ورځ په کروړونو روپۍ زیان رسیږي

نن په نهمه ورځ هم پاک افغان پوله تورخم د عام تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونو پر مخ تړلې ده

د پاکستان حکومت د تیرې یکشنبې په ورځ ۱۲ اکتوبر د افغان طالبانو لوري د پاکستان په سرحدی پوستو د برید وروسته  له افغانستان سره خپل ټول سرحدونه وتړل، د  ورستیو کړکېچونو له کبله د سپين بولدک دروازه هم د عام تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو پر مخ وتړل شوه.

اوس تازه راپورونه وايي، پاکستاني لوري د سپين بولدک دروازه بېرته د سوداګرۍ پر مخ پرانيستې.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاكستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستان حکومته د سوداګرۍ پر مخ د لارو د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې وه. ويل کیږي تر اوسه خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې. ځایی اولس او سوداګر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نورو تړل شوو دروازو د پرانستلو غوښتنه هم کوي، سوداګر او عام مزدورکار خلک وایی دوی د سختو مالي ستونزو سره مخ دي او باید پوله د عام تګ راتګ او تجارت پر مخ خلاصه کړي.

نورخبرونه

افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

د پاکستان او افغانستان اړیکو کې مثبت پرمختګ

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *