تازه خبرونه

د پاکستان هوایی ځواکونوحافظ ګل بهادر ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي

استخباراتي سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان لوري د ترهګرو په ضد دې بریدونه کې تر ۶۰-۷۰ ترهګر له منځه وړل شوي دي

1 min read

پاکستان له تیرو څو کالو راهسي له افغانستانه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې پټ ترهګرو په ضد اقدام وکړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي

د پاکستان لوري دا بریدونه په سرحدي سیمو کې د ګل بهادر ترهګرې ډلې د مرکزونو په اړه صحیح معلوماتو وروسته ترسره شوي دي: امنیتي سرچینې

October 18, 2025

پاکستان له تیرو څو کالو راهسي د افغانستان طالبانو حکومت ته په افغان خاوره د ترهګرو ډلو په اړه  تصدیق شوي معلومات ورکړي چې ښایی دا ډلې په افغان خاوره پلانونه جوړي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي خو افغانستان دې ترهګرو ډلو په ضد کوم اقدام نه دې کړې.

استخباراتی سرچینو رسنیو ته ویلي دي،هم دې ګواښونو او په پاکستان کې بی ثباتي رامنځته کولو مخنیوي لپاره ، وړمه ورځ د  پاکستان هوایی ځواکونو د ګل بهادر ډلې د ترهګرو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي

د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان د پکتیکا ولايت په سرحدي سيمو کې د حافظ ګل بهادر ډلې د ترهګرو پر پټنځایونو دقيق او هدفمند هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

سرچینې زیاتوي چې امنیتي ځواکونو  بریدونه وروسته له هغه وشول چې یادې ډلې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې له افغانستان څخه د پاکستان پر خاوره د څو ترهګريزو بريدونو هڅې وکړې، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو په اغېزمن غبرګون سره ټول بریدونه شنډ کړل او تر ۱۰۰ زيات ترهګر يې له منځه يووړل.

سرچینې وایی چې وړمه ورځ  هم د همدې ډلې وسله والو د شمال وزیرستان په سیمه کې د موټر بم برید  وکړ، چې په نتیجه کې یو سرتېری شهید او څو نور ژوبل شول

د باوري استخباراتو پر بنسټ د ګل بهادر ډلې د مشرتابه او مهمو پټنځایونو پر ضد د دقيق هوايي بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ ترهګر، د ډلې مشرانو په شمول له منځه وړل شوي دي او په پاکستان کې ددوی ترهګریز پلانونه پای ته رسیدلې دي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې پاکستان له تیرو ۳ ،۴ کالو راهسي افغانستان طالبانو حکومت سره د کره معلوماتو په شریکولو او کابل ته پاکستاني پلاوي په لیږلو سره افغانستان حکومت څخه غوښتنه کړې ده  چې په افغانستان کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه د ټولې  سيمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دې- پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په ضد دې وروستیو بریدونه په اړه هم دا دریځ وړاندې کړې دې  پاکستان دا بریدونه په خپله دفاع کې ترسره کړي دي او د خپلو وګړو او خاورې د دفاع لپاره به پریکړه‌کوونکی اقدام کوي.

نورخبرونه

ترهګر له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي: وزیراعظم شهباز شریف

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون: په دوشنبه کې مهمه غونډه شوې

Related Articles

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *