تازه خبرونه

په وادي تیراه کې د ترهګرو برید، اته د پوځ سرتیري شهیدان شوي

په وادي تیراه کې برید داسې وخت ترسره شوې چې وړمه ورځ په اورکزو کې هم د پوځ یو لوړ پوړې امنیتي افسر له ترهګرو لوري شهید شوې، سرچینو دا هم ویلي چې په دې برید کې ۱۱ پوځي سرتیري شهیدان شوي

1 min read

ډيره اسماعيل خان کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف کامياب عملياتو دوران ۷ شرخوښي وژل شوي

وړمه ورځ په ډیره اسماعیل کې هم ترهګرو د پاکستان پوځ ونګ کمانډر میجر سبطین شهید کړې

October 10, 2025

پاک ـ افغان بارډر ته څېرمه د خېبر قبایلي ضلعې د وادي تيراه په سيمه کې د وسلوالو يو خونړی بريد شوی چې په نتيجه کې د پاکستان پوځ اته (۸  سرتېري شهيدان شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. د پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوې دې.        

د معلوماتو له مخې دا بريد د حېدر کنډاو په پوسته باندې د  پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه  شوی دی. د سرچينو په وينا، وسلوالو د پوځ پر پوستې د درنو وسلو برید کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ سخته نښته وشوه. .

 سرچينو ویلي چې د بريد شدت دومره زیات و چې داسې ښکارېده لکه نږدې سل وسله وال د بريد برخه‌وال وي.

د امنيتي سرچينو په وينا، د ۲۷ بریګېډ تر قوماندې لاندې د ۷ سندهه یونټ سرتېرو د ترهګرو په ضد ډیره په میړانا او  زړورتیا سره مقابله وکړه، خو په دې نښته کې د پوځ  اته عسکر شهیدان  او ګڼ نور ټپیان شول، چې د ځينو ټپیانو حالت نازک بلل کېږي.

له بلې خوا د   برقمبرخېل قبیلې   مشران او سيمه‌ ييز خلک د پېښې ځای ته ورسېدل او د شهيدانو او ټپيانو د انتقال چارې يې ترسره کړې او هغوی يې د ۷ سندهه يونټ مرکز ته ورسول، یو شمیر سرچینې وایی چې د ترهګرو په برید کې ۱۱ پوځي سرتیري شهیدان شوي دي. .

له پېښې وروسته په ټول وادي تيراه کې  کرفيو نافذه  شوی، او امنيتي ځواکونو د وضعې د کنټرول لپاره د  ګن شپ هیليکوپترو الوتنې  هم کړې دي. خلکو ته سپارښتنه شوې چې له کورونو څخه مه وځي او خپله تګ راتګ محدوده کړي. د بریدګرو د موندلو او د هغوی د له منځه وړلو لپاره هوایي عملیات هم روان دي، د پاک پوځ ویاند ویلي دي  چې د وطن لپاره شهید شویو کسانو قربانۍ به ضایع نه شی، آی‌اېس‌پي‌آر وویل چې د ترهګرو پر ضد جګړه به تر هغه مهاله روانه وي چې ترهګر او ترهګري له منځه لاړه شي

نورخبرونه

د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي: د پاکستان پوځ ویاند

 د ضلع خیبر په  وادي تیراه کې د وسله والو په ټریننګ مرکز کې چاودنه

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

وادي تیراه کې ځانمرګي برید: د امنیتي ځواک یو اهلکار شهید شوې

Related Articles

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

December 6, 2025

امنیتي سرچینې وایی په چمن سپین بودلدک سرحد افغان لوري پر پاکستاني مورچو ډزې وشې چې بیا پاکستان ځواکونو هم ددې برید ځواب ورکړو

December 6, 2025

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *