پېښور: د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (آئی ایس پی آر) مشر لیفټیننټ جنرل احمد شريف چودھري د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پیښور کې یو مهم خبري پریس کانفرنس ته وینا کړې او رسنیو ته ی یو شمیر مهمې خبرې او ستونزې ور په ګوته کړې دي، ویلي ی دي چې په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ شاته سیاسي او جنايي تړونونه شتون لري چې له امله ی په دې صوبه کې ترهګري زیاته شوي ده
د پاکستان پوځ د اړیکو دفتر مشر په پېښور کې خبریالانو ته په بریفنګ کې وویل چې دلته ی د راتګ موخه د خېبرپښتونخوا د زړورو خلکو تر منځ کښېناستل او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې کې د صوبې د خلکو د قربانيو درناوی کول دي
خیبر پښتونخوا کې ترهګرۍ به اړه د پوځ ویاند څرګندونې
لیفټیننټ جنرل احمد شريف چودھري وویل چې د خیبرپښتونخوا د حکومتي واک کمزوري او تش ځای د امنیتي ځواکونو ځوانان په خپل وینه پوره کوي. ټینګار ی وکړه چې د خیبرپښتونخوا صوبه کې چې کوم ترهګري ده، د هغې شاته سیاسي او مجرمانه تړونونه ولاړ دي؛ خو هېڅ یو فرد ته اجازه نشي ورکول کېدای چې د خپلې شخصي ګټې لپاره د ریاست او د پاکستاني خلکو ژوند، مال او عزت خرڅ کړي. که یو فرد دا فکر کوي چې د هغه سیاست د دولت نه لوی دی نو دا د منلو وړ خبره نه ده
هغه وویل چې ددې هیواد ټول سیاستمداران د درناوي وړ دي، خو که څوک فکر کوي چې د هغه سیاست د ریاست څخه پورته دی نو دا قابلِ قبول نه دې، وې ویل چې پوځ باید په سیاست کې را نه وستل شی ، زیاته کړې چې د پاکستان پوځ باید د سپکو څرګندونو او غلطې پروپیګنډې څخه لرې وساتل شي
هغه وويل چې په خیبرپښتونخوا کې تر ۱۴۵۰۰ ډېر عملیات ترسره شوي دي، او سږ کال وژل شوي بهرني خارجیانو تر تېرو لسو کلونو ډېر دي. هغه پوښتنه راپورته کړه چې کوم عوامل د ترهګرۍ لامل شوي دي ، زیاته کړه چې په سوچ او پلان سره په دې صوبه کې ترهګرو او د هغوی ملاتړو ته یو سپېس ورکړل شو او په دې صوبه کې د یو سازش لاندې ترهګر راوړل شول
هغه وویل چې پاک پوځ د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پوره عزم لري، وی ویل او زیاته ی کړه چې موږ ټولو ته پکار دي چې د ترهګرۍ دغه ناروغي له جرړو څخه اوباسو او ختمه ی کړو. د پاک پوځ ترجمان وویل چې په ۲۰۱۴ کې د آرمي پبلک سکول په برید وروسته سیاسي او پوځي مشرانو یو ګډ قامي عمل پلان (نیشنل ایکشن پلان) جوړ کړی و، او د ترهګرۍ د زیاتوالي علت د نیشنل ایکشن پلان مکمل پلي کېدل نه دي
افغانستان د ترهګرو پټنځای
د پاکستان پوځ ویاند اوویل چې افغانستان کې د ترهګرو پناه ځایونه شته او ترهګرو ترشاه د هند ملاتړ هم شته. هند د افغانستان د ترهګرۍ د اډې په توګه د استفادې یوه لویه وجه ده. همدارنګه د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پرېښودل شوي وسلې ترهګرو ته وررسېدلې دي
د آی ایس پی آر مشر وویل او یو پوښتنه ی وکړه چې ایا هره ستونزه په خبرو سره حل کېدای شي؟ که داسې وای نو هیڅ جګړه به نه وه شوې. که هر څه په خبرو حل کېدل، نو په بدر غزوه کې سرور کونین ﷺ به هېڅ جګړه نه کوله. د ترهګرۍ د ریښې د پرېکولو پریکړه سیاسي او قبایلي مشرانو په ګډه کړې ده پوځ ویاند وویل، تاسو پوښتنه کوئ چې ولې ترهګري ختمه شوې نه ده؛ په ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کې پرېکړه وشوه چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې پولیس ځواک مضبوط کړای شي او کاؤنټر ټیررازم ډیپارټمنټ پیاوړی کړل شي. موږ د خېبرپښتونخوا د زړورو پولیسو ستاینه کوو، نیوکه ی وکړه چې ددې صوبې اړوند چارواکو ددې شمیر یوازې ۳۲۰۰ ساتلې دې
هغه وويل چې که هر څوک وي او هر څوک په کوم منصب کې وي، که هغه د ترهګرو ملاتړی یا مرسته کوونکی وي نو د هغه لپاره به دا ځمکه تنګه کړو او له منځه به ی ویسو، ځکه چې د پاکستان ملت د اوسپنې په دیوال بدل شوی او د یو متحد پوشاک په شان د ترهګرو او د هغوی ملاتړو پر ضد ولاړ دی او په راتلونکې کې به هم دا ولاړ وي. .
د افغان مهاجرنیو د واپس لیږلو پریکړه او امریکایی وسلې
نوموړي زياته کړه چې موږ څو لسیزې خپلو افغان وروڼو ته مېلمه پالنه کړې ده؛ د افغان کډوالو په اړه غلط بیاني روانه ده. ریاست د افغان کډوالو د ستنېدلو پرېکړه کړې او دې موضوع ته سیاسي رنګ ور کړل شوی او یوه بیانیه جوړه شوې ده، نن دا بیانیه له کومه ځایه راځي چې افغان کډوال بیرته نه لیږو؟
د پاک پوځ ترجمان وویل چې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوو ګڼو خارجي کسانو تعلق له افغانستان سره وو، او په عملیاتو کې له وژل شوو ګڼو ترهګرو څخه امریکايي وسلې ترلاسه شوي دي
افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کیږي
هغه وویل چې افغانستان د پاکستان پر ضد کارول کېږي او د دې شواهد او دلایل هم موجود دي؛ موږ په هر فورم کې د دې په اړه غږ پورته کړی او خبرې مو هم کړي دي، آئی ایس پی آر مشر وویل چې اوس به هېڅ کوم حالت کې هم دوی ته اجازه ور نه کړو، هغه شخص یا ډله چې د کومې مجبوري یا ګټې په خاطر خارجيانو ته مرسته ورکوي درې انتخابونه لري ـ دوی باید خوارج ترهګر ریاست ته وسپاري، د ترهګرو په ضد اپریشن کې له ریاست سره مرسته وکړي او که دوی دا کار نه شي کولې نو دوی دې باید بیا د ریاست ګام اخستلو ته چمتو شي
افغانستان زمونږ ورور هیواد دې: ډي جي ایی ایس پي آر
د یوې پوښتنې به ځواب کې ویاند اوویل چې افغانستان زموږ ورور اسلامي هېواد دی او زموږ له هغوی څخه یوازې یو غوښتنه ده چې افغانستان دې د ترهګرو پټنځای او مرکز و نه ګرځي. زموږ وزیران هم هلته تللي او هغوی ته ویل شوي چې د ترهګرو ملاتړه کوونکي هلته موجود دي. لیفټیننټ جنرل احمد شريف چودھري وویل چې د پاکستان د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي دي او په راتلونکي کې هم به اخیستل کېږي ، زیاته ی کړه چې په دې اړه باید چا ته هیڅ شک و نه شي
نورخبرونه
هندي افسران او غیرقانوني افغان وګړي پاکستان کې ترهګري کوي: ډي جي آیی ایس پي آر
هیڅ کوم قوت پاکستان پوځ او قام نه شي سره بیلولې: ډي جي آیی ایس پي آر
بلوچستان کې فتنه الهندوستان په ضد عملیات، ۷ ترهګر له منځه وړل شوي