تازه خبرونه

افغانستان سره د اوبو په مدیریت کار او همکاري  کوو: جې شنکر

هند ته د سفر په مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته ډاډ ورکړې دې چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد په ضد نه کارول کیږي
ملګري ملتونه او نور نړیوال د خیرښیګړې سازمانونه باید افغانستان سره مرستې وکړي ځکه په دې سیمې کې د ژمي ساړه هم پیل شوي دي

هندي مرستیال جې شنکر افغان بهرنیو چارو وزیر متقي سره د هند په وروستي سفر او ددې سفر په پایلو هم ټینګار کړې

د افغانستان  اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند پلازمېنې نوي‌ ډېلي ته رسېدلی، متقي په نوي ډیلي کې  د هند له بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر اېس. جې. شنکر سره مهمه کتنه کړې ده. د دواړو مشرانو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ ییزو همکاریو او د اوبو د مدیریت او په یو شمیر مهمو موضوع ګانو باندې خبرې وشوې ـ

ډاکټر جې شنکر د خبرو پر مهال وویل چې د هند او افغانستان ترمنځ د اوبو د مدیریت او خړوبولو په برخه کې یوه مهمه  تاریخي همکاري  موجوده ده. هغه زیاته کړه چې موږ د افغانستان له خوا ددغې همکارۍ د لاپیاوړتیا هرکلې کوو او چمتو یو چې د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت په برخه کې ګډ کار وکړوـ

مولوي امیرخان متقي د خپل هندي سیال سره د کتنې پر مهال وویل،  دا ضروري ده چې موږ خپله پوهه، وړتیاوې او فرصتونه په سمه توګه وکاروو. هند تل زموږ د ولس ترڅنګ ولاړ دی او په بېلابېلو برخو کې یې مرسته کړې ده، هغه زیاته کړه  په تیرو څلورو کلونو کې په ځانګړې ډول  د زلزلو بر مهال هند لومړې هیواد وو چې عاجله مرسته ی افغانستان ته راولیږله، افغانستان هند خپل نږدې دوست ګڼي او مږ د متقابل درنیاوي او ولسی اړیکو پر بنسټ اړیکې غواړوـ

 متقي په نوي‌ ډېلي کې د خپلې وینا پر مهال دا هم وویل چې دا سفر  د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی پړاو  دی. د هغه په وینا د خبرو او ډایلاګ له لارې موږ کولای شو متقابل تفاهم ته وده ورکړوـ

هغه زیاته کړه چې مونږ چمتو یو چې د مشورتي میکانزم د رامنځته کولو له لارې خپلې اړیکې نور هم پیاوړې کړو څو د دواړو هیوادونو ترمنځ ښه تفاهم رامنځته شي-زیاته ی کړه چې سره له دې چې امریکا د یرغل پر مهال حالات ډیر بدل وو خو طالبانو هیڅ کله  د هند پر ضد کوم منفي دریځ نه دې غوره کړې او تل ی د ښو اړیکو هیله لرله ـ

 متقي اوویل او ټینګار ی وکړو چې زه د ډېلي په راتګ خوښ یم او باور لرم چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم سبب شي. هند او افغانستان باید خپلې اړیکې او تماسونه پراخ کړي ، متقي ډاډ ورکړو چې موږ به هیڅ کله هم خپله خاوره د بل هیواد پر ضد د کارولو اجازه ور نه کړوـ

 له بلې خوا، ډاکټر جې شنکر له کتنې وروسته وویل ، زه خوشحال یم چې اعلان وکړم د هند هغه تخنیکي ماموریت چې به کابل کې فعالیت کوي وس د سفارت مقام ته لوړول کیږي ـ

د دې اعلان سره، هند د هغو څو هېوادونو له ډلې شو چې د طالبانو له حکومت سره یې په مستقیمه توګه دپلوماټیکې اړیکې رسمې کړې دي

ډاکټر اېس جې شنکر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې  افغانستان او هند د پرمختګ او سوکالۍ په ګډو هدفونو ولاړ دي- زیاته ی کړه چې کابل او نوې ډیلي باید د ترهګرۍ  پر ضد خپلو اقداماتو کې همغږي رامنځته کړي او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي ـ

 دلته مهمه ده چې یادونه وشی ، د سرچینو په وینا، افغان وزیر به د خپل څلور ورځني سفر پر مهال د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره هم وګوري او د هند یو شمېر تاریخي او تعلیمي مرکزونه به هم وګوري

دا هم باید یادونه وشی چې یواځې هند  هغه هیواد دې چې کله په پلازمینه کابل د افغانستان اسلامي امارت بشپړ واک ترلاسه کړو نو د هند حکومت خپل د سفارت سفیر او نور مهم کارمندان له کابله اوویستل ـ

نورخبرونه

د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

روس د نړۍ لومړې هیواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمې توګه اوپیژندل

د افغانستان خاوره به هیڅ کله هم د پاکستان په ضد و نه کارول شي: حمدالله فطرت

ټرمپ لوري افغانستان ته ګواښ: اسلامي امارت کلک غبرګون ښودلې

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *