تازه خبرونه

 پاکستان د امریکا لوري د غزه امن پلان ملاتړ کړې دې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې عاصم افتخار ددې امن پلان په کلکو ټکو کې ملاتړ کړې دې او دا ی د غزه امن لپاره ګټور بللې دې
پاکستان تل د ملګري ملتونو او له نړۍ هیوادونو غوښتي چې دوی غزه د شخړې مستقل حل پلاویان دي

د پاکستان استازې عاصم افتخار خبرداری ورکړ چې د اسراییلو د ای ـ ون استوګنځای پروژه د دوو دولتونو پر حل مستقیم برید دی

پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې د سولې پلان او د سولي پلان عملي کولو لپاره ډیر ښه وبلل.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار د منځني ختیځ په اړه د غونډې پر مهال وویل، که څه هم په غزه کې د سولې امکانات په چټکۍ سره له منځه تلونکي ښکاري، خو ورسره نوې ډيپلوماتیکې لارې هم پرانیستل کېږي.

نوموړي  وویل چې پاکستان به په دې مشورتي بهیر کې فعاله ونډه واخلي، پاکستاني استازي خبرداری ورکړ چې د اسراییلو د ای ـ ون استوګنځای پروژه د دوو دولتونو پر حل مستقیم برید دی. ده زیاته کړه چې ختیځ بیت المقدس له فلسطین څخه د جلا کولو او د لوېدیځې غاړې د جغرافیایي یووالي د پای ته رسولو دا هڅه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده.

ده ټینګار وکړ چې د دوو دولتونو حل یوازینۍ عملي لاره ده، چې د ۱۹۶۷م کال له پولو وړاندې پر بنسټ او ختیځ بیت المقدس د فلسطین پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلو سره ممکنه دی. ده په کلکه وویل چې د دې حل د کمزوري کولو هېڅ هڅه د منلو وړ نه ده.

پاکستاني استازي غوښتنه وکړه چې امنیت شورا دې خپلې دندې ترسره کړي او په عاجله توګه دې داسې پرېکړه ومني چې د اسراییلي استوګنځایونه غیرقانوني وګرځوي، د هغوی د پراخېدو مخه ونیسي او د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي.

ده وویل چې نړیواله ټولنه باید د دغو سرغړونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل چې خپلې دندې ترسره کړي او د فلسطین له ولس سره ملاتړ وکړي.

پاکستاني استازي وویل: “موږ د فلسطین له ولس سره د آزادۍ، انصاف او وقار په مبارزه کې بشپړه یووالي څرګندوو او په منځني ختیځ کې د یوه هر اړخیز او عادلانه سولې لپاره خپل غږ اوچتوو.”

 دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې په غزه کې جنګ د کال ۲۰۲۳ اکتوبر میاشتې څخه دوام لري او تراوسه د اسرایل لوري بریدونو کې په زرګونو فلسطیني وګړي چې زیات شمیر پکې د ښځو او ماشومانو دې له منځه تللي دي او په لکونو فلسطیني مسلمانانو له خپلوکورونو کډه کړې ده.

نورخبرونه

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *