تازه خبرونه

هند کې په یو سیاسي غونډه کې ګډوډي رامنځته شوې، ۲۹ کسانو ژوندل له لاسه ورکړې

هند کې ګډوډي د تمل اداکار وجې په جلسه کې رامنځته شوه
د هند چارواکو ویلي دي چې د پیښې ځای ته ی ډاکټران او اړوند نور اهلکار استولي دي

  په هند کې  د تمل اداکار او سیاستوال وجې په جلسه کې ګډوډي رامنځته شوې او  ۲۹ تنه مړه او  ۵۰ نور ژوبل شوي دي. د تمل مشهورهاداکار او سیاستوال وجې په جلسه کې د رامنځته شوې ګډوډۍ  له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بهرنۍ خبري اژانس رائټرز د راپور له مخې، د هندي ورځپاڼې دی هندو د ایالت تمل ناډو د روغتیا وزیر اېم اې سبرامنین له خولې لیکلي چې په جلسه کې ګډوډي رامنځته شوه چې له امله یې ۲۹ تنه مړه او ۵۰ نور ژوبل شول.

راپور زیاتوي چې له نږدې ضلعې تروچي څخه ۲۴ ډاکټران او د سیلم له سیمې ۲۰ ډاکټران سیمې ته لېږل شوي، هلته چې جلسه جوړه شوې وه ، خو د ټایمز آف انډیا په وینا د مړو شمېر تر دې کموالی لري او یوازې ۱۰ کسان مړه شوي دي.رائټرز زیاتوي چې دوی تر اوسه د روغتیا وزارت له چارواکو سره د کره معلوماتو لپاره تماس نه دی نیولی


نورخبرونه

پاکستان او هند ۴۱یو څلویښت کاله پس مخامخ کیږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *