تازه خبرونه

ايشيا کپ: پاکستان  سری لنکا ته په ۵ وکټو ماتې ورکړې

په متحده عرب اماراتو کې جاری ایشیا کپ ټي ټونټي کرکټ سیالییو کې د پاکستان فائنل مرحلے ته وتلو چانس سيوا شوي

1 min read

د پاکستان کرکټ لوبغاړو څو ورځې وړاندې هم د هند خلاف ښه لوبه کړې وه

ابوطهبۍ کرکټ ګراونډ باندي شوي ميچ کښې د قامي ټيم کپتان سلمان آغا ټاس ګټلو وروستو سری لنکا له د بيټنګ بلنه ورکړې وه. د پاکستاني بولرانو د غوره کارکردګۍ لوجې سری لنکا ټيم په ټاکلي شوي شل اورونو کښې د اته لوبغاړو په زيان ۱۳۳ رنز جوړ کړې وو. د سری لنکا لخوا  کمنډو مينډس ۵۰ او  اسالانکا ۲۰ رنزونه جوړ کړې وو. کرونو رټنے ۱۷, ونندو هسارنګا او کوشل پريرا پنځلس پنځلس رنز جوړولو کښې بريالي شوي وو. د پاکستان له طرفه شاهین شاه آفريدی درې، حسين طلعت او حارث رؤف دوه دوه وګټی اخستې وې. د مخالف ټيم د ۱۳۴ رنزونو هدف پاکستان د پنځه وکټو په نقصان پورا کړې وو. د پاکستان لخوا محمد نواز ۳۸ او حسين طلعت دوه ديرش رنزونه جوړ کړې وو او نه وو آوټ شوے.صاحبزاده فرحان څليرشت ،فخر زمان اوولس او محمد حارث ديارلس رنز جوړ کړي وو. د سری لنکا بولرانو تهکشانا او هسارنکا دوه دوه وګټی اخيستې وې. حسين طلعت ته  د ميچ د غوره لوبغاړي ايوارډ ورکړې شوي وو هغه دې ميچ کښې دوه وکټې اخستې وې او ۳۲ رنزونه ئې هم جوړ کړی وو.دې ميچ کښې د ګټې لوجې پاکستان په پوائنټ ټيبل په دوئم نمبر راغلے دے او د ټورنمنټ فائنل ته د پاکستانی ټيم د کواليفائی کيدو چانس سيوا شوي دے . پاکستان به د سپرفور مرحلے آخرنې ميچ د بنګله دېش خلاف لوبوي

نورخبرونه

ايشيا ټي ټوئنټي ټورنمنټ، هند خلاف د پاکستاني بيټسمينانو ناقصه کارکردګي

Related Articles

د امنیتي سرچینو ترمخه دا پیښه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان په و ټریننګ مرکز کې شوې چرته چې ترهګرو په لوی مقدار کې بارودي مواد ځای په ځای کړې وو چې په دې شپه پکې چاودنه وشوه

September 24, 2025

ډونلډ ټرمپ مختلف ملکونو لخوا فلسطین ریاست تسلیمولو په فيصله سختې نیوکې کړيدی

September 24, 2025

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په تازه بیان کې ویلي دي چې ټرمپ په نړۍ کې د سولې راوستلو لپاره کار کوي

September 24, 2025

د ډینګي بخار له وجهې چارسده کې یوه بله میرمن هم مړه شوې

September 23, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *