په داسې وخت کې چې په غزه کې د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي ، د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ رسنیو ته ویلي دي چې دوی هیله مند دي چې راتلونکي اونۍ کې په غزه کې ډزبندي وشي .
د غزه ډزبندۍ په اړه په رسنیو کې د خپور راپور ترمخه حماس ډلې هم چتموالۍ څرګند کړې دې.
د حماس لوري د ډزبندۍ په اړه د مثبت بیان په غبرګون کې د امریکا اولسمر د حماس ډلې د اوربند لپاره بیان هرکلې کړي دې او دای یو مثبت اړخ بللې دې.
د جګړې ختمولو لپاره د خبرو اترو نوي پړاو ته تیار یو: د حماس ډلې بیان
په فلسطین کې اسلامي غورځنګ حماس اعلان کړی دې چې دوی په غزه کې د خبرو اترو، د اوربند او بندیانو د تبادلې لپاره خبرې اترې پیل کړي. .
د بهرني خبري اژانس راپور ترمخه حماس ویلي چې د قطر او امریکا لخوا وړاندیز شوی او د اوربند او بندیانو د تبادلې نوی پلان یې له مشورې وروسته منلی دی .
په بیان کې ویل شوي دي چې مونږ د اوربند د نویو وړاندیزونو مشوره بشپړه کړې او خپل مثبت ځواب مو منځګړو هېوادونو، قطر او مصر، ته رسولی دی
حماس ټینګار کړی چې دوی چمتو دي د دې نوي پلان د عملي کولو لپاره د خبرو اترو یوه نوې، جدي او فوري مرحله پیل کړي.
اولس مشر ټرمپ ویلي دي چې تمه ده چې راتلونکې اونۍ یو تړون وشي، زیاته ی کړه چې د د غزه لپاره ډېر څه پاتې دي چې ترسره شي، او مونږ د غزه لپاره ډیرې مرستې لیږو.
ټرمپ دا هم وویل چې دی به له د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو سره د ایران په اړه خبرې وکړي. نوموړي اوویل او دعوی ی وکړه چې ما د ایران اتومي پروګرام بشپړ ختم کړی، خو اوس ایران غواړي دا پروګرام بېرته پیل کړي.
د ټیرف په موضوع ټرمپ اوویل چې دولس ۱۲ هیوادونو ته ی په لیکونو لاسلیک کړې دې. زیاته ی کړه چې له روس ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د بندیزونو په اړه خبرې کړې وې خو پیوټین د بندیزونو له امله اندېښمن دی .
ټرمپ اوویل چې دوی د چین سفر کولې شی یا د چین صدر به امریکا له راشي ، زیاته ی کړه چې چین سره د ټک ټاک په اړه یو تړون ته ورنزدې شوې دې.
د غزه جنګ په اړه باید دلته ددې خبرې یادونه وشي چې پر غزه باندې د اسرایل بریدونه دوه کاله وړاندې په ۷ اووم اکتوبر ۲۰۲۳ کې پیل شو کله چې حماس ډلې په اسرایلو بریدونو وکړل.
د غزه صحت محکمې ترمخه په دې دوه کاله کې له ۵۶۰۰۰ شپږپنځوس زره زیات فلسطینی مسلمانان په اسرایلي بریدونو کې شهیدان شوي دي.
د راپورونو ترمخه په غزه کې د جنګ له امله ځایی اولس د لوږې او تندې سره هم مخ دې او په لکونو خلقو خپل کورونه پريښودلي دي او نورو سیمو یا ګاونډي هیوادونو ته کډه شوي دي