تازه خبرونه

په غزه کې د اوربندې لپاره هلې ځلې، حماس د ډزبندۍ لپاره د چمتوالي څرګندونه کړې

د غزه صحت محکمې ترمخه په دې دوه کاله کې له ۵۶۰۰۰ شپږپنځوس زره زیات فلسطینی مسلمانان په اسرایلي بریدونو کې شهیدان شوي دي
ټرمپ ویلي دي چې دی به له د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو سره د ایران په اړه خبرې وکړي

حماس ټینګار کړی چې دوی چمتو دي د دې نوي پلان د عملي کولو لپاره د خبرو اترو یوه نوې، جدي او فوري مرحله پیل کړي

په داسې وخت کې چې په غزه کې د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي ، د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ رسنیو ته ویلي دي چې دوی هیله مند دي چې راتلونکي اونۍ کې په غزه کې ډزبندي وشي .

د غزه ډزبندۍ په اړه په رسنیو کې د خپور راپور ترمخه حماس ډلې هم چتموالۍ څرګند کړې دې.

د حماس لوري د ډزبندۍ په اړه د مثبت بیان په غبرګون کې د امریکا اولسمر د حماس ډلې د اوربند لپاره بیان هرکلې کړي دې او دای یو مثبت اړخ بللې دې.

د جګړې ختمولو لپاره د خبرو اترو نوي پړاو ته تیار یو: د حماس ډلې بیان

په فلسطین کې اسلامي غورځنګ حماس اعلان کړی دې چې دوی په غزه کې د خبرو اترو، د اوربند او بندیانو د تبادلې لپاره خبرې اترې پیل کړي. .

د بهرني خبري اژانس راپور ترمخه حماس ویلي چې د قطر او امریکا لخوا وړاندیز شوی او د اوربند او بندیانو د تبادلې نوی پلان یې له مشورې وروسته منلی دی .

په بیان کې ویل شوي دي چې مونږ د اوربند د نویو وړاندیزونو مشوره بشپړه کړې او خپل مثبت ځواب مو منځګړو هېوادونو، قطر او مصر، ته رسولی دی

حماس ټینګار کړی چې دوی چمتو دي د دې نوي پلان د عملي کولو لپاره د خبرو اترو یوه نوې، جدي او فوري مرحله پیل کړي.

اولس مشر ټرمپ ویلي دي چې تمه ده چې راتلونکې اونۍ یو تړون وشي، زیاته ی کړه چې د د غزه لپاره ډېر څه پاتې دي چې ترسره شي، او مونږ د غزه لپاره ډیرې مرستې لیږو.

ټرمپ دا هم وویل چې دی به له د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو سره د ایران په اړه خبرې وکړي. نوموړي اوویل او دعوی ی وکړه چې ما د ایران اتومي پروګرام بشپړ ختم کړی، خو اوس ایران غواړي دا پروګرام بېرته پیل کړي.

د ټیرف په موضوع ټرمپ اوویل چې دولس ۱۲ هیوادونو ته ی په لیکونو لاسلیک کړې دې. زیاته ی کړه چې له روس ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د بندیزونو په اړه خبرې کړې وې خو پیوټین د بندیزونو له امله اندېښمن دی .

ټرمپ اوویل چې دوی د چین سفر کولې شی یا د چین صدر به امریکا له راشي ، زیاته ی کړه چې چین سره د ټک ټاک په اړه یو تړون ته ورنزدې شوې دې.

د غزه جنګ په اړه باید دلته ددې خبرې یادونه وشي چې پر غزه باندې د اسرایل بریدونه دوه کاله وړاندې په ۷ اووم اکتوبر ۲۰۲۳ کې پیل شو کله چې حماس ډلې په اسرایلو بریدونو وکړل.

د غزه صحت محکمې ترمخه په دې دوه کاله کې له ۵۶۰۰۰ شپږپنځوس زره زیات فلسطینی مسلمانان په اسرایلي بریدونو کې شهیدان شوي دي.

د راپورونو ترمخه په غزه کې د جنګ له امله ځایی اولس د لوږې او تندې سره هم مخ دې او په لکونو خلقو خپل کورونه پريښودلي دي او نورو سیمو یا ګاونډي هیوادونو ته کډه شوي دي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *