مردان : د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې د صدر پولیس تاڼې دننه ځان باندې پیټرول اچولو او اور ورکول وروسته د دیر اوسېدونکی شاهد علي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دیر قومي موومنټ غړو او د یاد ځوان خپل خپلوانو د صدر تاڼې مخې ته د هغه مړی پر سړک کېښود او سخت احتجاج یې وکړ.
مظاهرچیانو تور ولګاوه چې پولیسو د شاهد علي د شکایت په اړه د ایف آی آر له درج کولو نه انکار کړی و، چې له امله یې هغه د تاڼې په رپورټنګ روم کې پر ځان پټرول واچول او ځان ته یې اور واچاوه.
د ځوان خپلوانو په وینا، د شاهد علی د خپل یو خپلوان سره د موټر پر سر لانجه روانه وه، خو د پولیسو لوري د مبینه غفلت او د یاد ځوان ستونزې ته پام نه کولو له امله دا خواشینوونکې پېښه رامنځته شوه
مظاهرچیانو د پېښې د ذمهوارو پولیس اهلکارو پر ضد د سخت قانوني اقدام غوښتنه وکړه
وروسته له هغه چې د تحقیقاتو څانګې ایس پي، نثار احمد، د پېښې د شفافو پلټنو لپاره د ګډې پلټنیزې ډلې جوړولو ډاډ ورکړ او وروسته مظاهرچیان خپل احتجاج پای ته ورسولو
د پي ټي آیی صوبایی حکومت څخه د انصاف غوښتنه
پولیس چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه به بېطرفه او هر اړخیزې پلټنې ترسره کېږي او که څوک قصوروار وپېژندل شي، نو د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي
مظاهره چیانو د تحریک انصاف له صوبایی حکومت نه هم غوښتنه اوکړه چی هغوی ته دی انصاف ورکړل شوي