اسلاماباد: پاکستان له ليبيا سره يو مهم او تاريخي دفاعي تړون لاسليک کړی، دې تړون وروسته پاکستان په نړیواله کچه د یو لوی پوځي ځواک په توګه نړیوال باور ترلاسه کړې
نړيواله ټولنه پاکستان د مسلکي، منظم او جګړهازمويل شويو وسلهوالو ځواکونو له امله د باور وړ دفاعي شريک ګڼي. د پاکستان په کور دننه تیار شوی دفاعي سامان او وسايل له پخوا راهيسې د هېواد د اقتصاد لپاره مثبت رول لوبولی او د صادراتو له لارې يې ملي عوايد پياوړي کړي دي.
د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير تر مشرۍ لاندې، پاکستان د اقتصادي بيا رغونې لپاره يو لړ اغېزمن ګامونه پورته کړي، چې پکې د صادراتو زياتوالی بنسټيز حيثيت لري
يو اړخ ته که پاکستان د معلوماتي ټکنالوژۍ، معدنياتو، کرېپټو، ذراعت محصولاتو او نورو برخو کې د صادراتو له لارې د پام وړ برياوې تر لاسه کړې دي، نو له بلې خوا د دفاعي تولیدي صنعت هم د اقتصادي پرمختګ په دې بهير کې مهم رول لوبوي
چارواکي وايي چې دا پرمختګونه د اغېزمنې پوځي ديپلوماسۍ او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د دوراندیشانه مشرۍ پايله ده. د معرکهٔ حق تر تاريخي بريا وروسته، نړيوال هېوادونه پاکستان ته د نوې لېوالتيا او باور په سترګه ګوري، چې له امله يې د پاکستاني دفاعي تجهيزاتو پر وړاندې د ملګرو هېوادونو غوښتنه په بېساري ډول زياته شوې ده
له ليبيا سره شوی دا تړون له مالي پلوه يو مهم او غيرمعمولي پرمختګ بلل کېږي، او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پرلهپسې پوځي سفارتي هڅو عملي ثمر ګڼل کېږي
د ليبيا پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بنديزونو په تړاو، سرچينې وايي چې دا ډول تړونونه د يو منظم او دوامدار نړيوال بهير برخه دي، او ليبيا له لوېديځو هېوادونو سربېره له بېلابېلو نورو رياستونو سره هم د دفاعي تجهيزاتو د ترلاسه کولو لپاره اړيکې ساتي
شنونکي باور لري چې دا تړون به نه يوازې د پاکستان دفاعي صنعت ته پرمختیا ورکړي، بلکې د هېواد اقتصادي ثبات او نړيوال حيثيت به نور هم پياوړی کړي
مهمه ده چې یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ هم لوی دفاعي تړون لاسلیک شوې دې، دفاعي شنونکي دا تړون د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیر مهم تړون ګرځولې دې، ددې تړون ترمخه په هر غړي هیواد به برید په بل غړي برید ګڼلې شي او هر غړې هیواد به ی ملاتړ کوي
نورخبرونه: پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ تاریخي دفاعي تړون