د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روان کړکیچ هوارولو لپاره په دوحه قطر کې د ۱۸م او ۱۹م اکتوبر خبرو په دوام کې پرون په ترکي کې درې ورځې غونډه هم پاي ته رسیدلې ده او دواړو لوري د ترکي او قطر په منځګړتوب خپل دریځونه او غوښتنې وړاندې کړخو له افغان طالبان دې ته تیار نه وو چې دوی تحریري ژمنه وکړي چې دوی به د کالعدم تحریک طالبان پاکستان په ضد اقدام وکړي او دا خبرې بغیر د څه نتیجې پای ته رسیدلي دي
سرچینو ایچ ټي این ته ویلي دي چې پاکستان په خپلو صحیح غوښتنو او دریځ باندې کلک ولاړ وو خو د افغان طالبانو مرکزي پلاوی د دې غوښتنو په بشپړه توګه د منلو لپاره چمتو نه ښکاریدل او داسې ښکاري چې دوی له کابل څخه کنټرول کیږي او الته نه مشورې اخلي چې له امله ی د ترکي خبرې کومې پایلې ته نه دي رسیدلې. افغان طالبانو پلاوي په دریمه ورځ هم د ټي ټي پي په ضد ګام اخستلو ته تیار نه وو او دا خبرې په دریمه ورځ ختمې شوې.
سرچینې وایی چې افغان طالبان دې ته تیار نه وو چې دوی پاکستان ته تحریري ژمنه ورکړي چې دوی به د ټي پي پي ضد اقدام وکړي او هم دې له وجهې افغان طالبان د خبرو میز څخه لاړ ، خو سرچینې وایی چې تمه ده نن بیا خبرې پيل کړي
کوربه او منځګړي هیوادونه د پاکستان دریځ مني
سرچینو زیاته کړه چې د پاکستان پلاوی دریځ هم منطقي، کلک او د امنیت لپاره اړین دی، او کوربه هېوادونه هم مني چې د پاکستان دا غوښتنې جایزې دي ځکه سیمه امنیت لپاره د پاکستان دریځ اوغوښتنه چې ترهګرو په ضد دې اقدام وشی یو عادلانه غوښتنه او دریځ دې.
سرچینې وایي چې د افغان طالبانو پلاوی کابل څخه کنټرولېږي؛ دوی بار بار له کابل سره اړیکې نیسي او د هغوي د حکم سره سم پرمختګ کوي، خو کابل له اړخه هېڅ د حوصله واله ځواب نه راځي چې له امله یې د خبرو لړۍ کې ځنډ رامنځته شوی، سرچینې دا هم وايي چې داسې ښکاري په کابل کې ځینې عناصر پر بل ایجنډا کار کوي.
سرچینې په دوام کې وویل چې پاکستاني پلاوي څو ځله واضح کړی چې د دغو غوښتنو منل د ټولو ګټه ده، او کوربه هېوادونو هم افغان پلاوی ته دا خبره وړاندې کړې ده.
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړه کله او ولې پیل شوه؟
دلته باید دا یادونه وشی چې افغان طالبانو په پلازمینه کابل کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان په کمانډرانو د برید وروسته افغان طالبانو په پاکستان د افغان حریم نقص کولو تورونه لګوي وو او د ۱۰م او ۱۱م اکتوبر په شپه افغان ځواکونو د پاکستان په سرحدي سیمو کې په امنیتي پوسته بریدونه وکړه چې په ځواب کې پاکستان هم دې بریدونو ته غبرګون وښودلو. په ۱۵م د اکتوبر پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وشو او بیا د قطر او ترکي په منځګړتوب په ۲۵م د اکتوبر دوحه کې د دوحه خبرو اترو نیټه اعلان شوه چې په بریالیتو سره ترسره شوه او دواړه اړخونه په دې راضي شو چې اوربند به دوام وکړي.
د پاکستان په سرحدي سیمو بریدونو وروسته پاکستان د احتجاج په توګه افغانستان سره خپل ټول سرحدونه وتړل او نن په ۲۸م اکتوبر چې ۱۷م ورځ جوړیږي هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه تړلي دي.
د ترکيې په استانبول ښار کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ دریم پړاو مذاکرات روان دي. د دواړو لورو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو په قطر کې په دوحه کې ترسره شوی و چې پکې دواړو خواوو د اوربند په اړه موافقه کړې وه. څو ورځې مخکې د خبرو دویم پړاو هم په استانبول کې و، چې په کې د لومړي پړاو د هوکړو د عملي کېدو جاج اخیستل شوی و. د امنیتي سرچینو په وینا، پاکستان افغان چارواکو ته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یو جامع پلان وړاندې کړی و، او دفاع وزیر خواجه آصف ویلي و چې د افغان طالبانو پر وړاندې یوازې دوه انتخابونه شته، یا دې په سولې کې ژوند وکړي او ژمنه دې وکړي او که سوله نه کوي نو بیا د پاکستان افغانستان سره د جنګ اعلان دې
نورخبرونه
پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ استنبول کې غونډه پیل شوي
باجوړ کې وژل شوي افغان جګړهمار لپاره د فاتحې مراسم فرانس کې ترسره شوي
دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان
داسې ښکاري چې طالبان د بل چا په ایجنډا عمل کوي
استنبول مذاکرات: پاکستان د طالبانو حکومت مخې ته سره کرښه راښکلې