تازه خبرونه

پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ استنبول کې غونډه پیل شوي

د دوحه تړون وروسته پریکړه شوې وه چې په راتلونکې ۲۵ اکتوبر به د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په ترکي کې غونډه کیږي
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړې روسته پاکستان افغانستان سره خپل سرحدونه ۱۲م اکتوبر څخه تړلي دي

د دوحه مذاکرتو لپاره د پاکستان پلاوي کې وزیردفاع خواجه محمد آصف او د آیی ایس آیی مشر شامل وو

سرچینو تاید کړې ده چې نن د شنبې،خالي په ورځ د ترکي په مرکزي ښار استنبول کې د پاکستان او افغانستان طالبانو ترمنځ د دوحه تړون پریکړې ترمخه مهمه غونډه کیږي، په غونډه کې په مهمو موضوعاتو د سرحدونو په پرانستلو او د ترهګرۍ مخنیوي په اړه ټینګار کیږي.

د سرچینو ترمخه  افغان پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب کوي.د سرچینو ترمخه په افغان پلاوي کې سهیل شاهین، انس حقاني، بهرنیو چارو وزارت عمومي سیاسي رئیس نور احمد نور، د دفاع وزارت عملیاتي معاون نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

د پاکستان له لوري ددې پلاوي په ترکیب کې دوه تنه شامل دي، نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې دواړه افسران د پاکستان پوځ غړي دي

د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د مذاکراتو لومړی پړاو دوحه کې تر سره او د افغانستان پاکستان ترمنځ یې د اوربند پرېکړه وکړه چې لا هم دواړو لوریو پرې عمل کړی خو د ۱۴ ورځو په تیریدو بیا هم د تورخم، سپین بولدک، شمالي او جنوبي وزیرستان او کورمې لار د هر ډول تجارت پر مخ تړل شوې دي.

استنبول غونډه او د پاکستان دریځ

د سرچينو له مخې، په ترکي دې غونډه کې به د یو ميکانيزم په جوړولو خبره کیږي چې د ترهګرۍ د څارنې ، مانيټرنګ برخه به هم پکې شامله وي۔

سرچينو زياته کړه چې پاکستاني چارواکي د خپلو وړانديزونو سره په دې مهممه غونډې کې د ګډون لپاره ورغلي دي، چې پکې له افغانستان څخه په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو مخنيوی، د هغو څارنه، او په دې تړاو د يو ګډ ميکانيزم وروستۍ بڼه ته رسول شامل دي۔

يادونه بايد وشي چې د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو په دوحه کې په تیر ۱۸م اکتوبر  ترسره شوی و، چې د دې پايله کې د پاکستان او افغانستان طالبانو ترمنځ د اوربند پرېکړه شوې وه.

نورخبرونه

دوحه تړون: د افغان طالبانو پلاوې ترکیه ته روان شوې

دوحه تړون: له افغانستان خاورې په پاکستان بریدونو کم شوي

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

Related Articles

دا پوښتنه خپل ځای لري چې ولې حکومت او دولتي ادارې د دې زیاتیدونکي ګډوډۍ مخنیوي کې په وخت ناکامه ښکاري. ولې هر ځل همدا صحنه تکراریږي: لومړی له تحریکی څرګندونو سره مخ کیږو، بیا د احتجاج بلنې راځي، وروسته سړکونه بندېږي، بیا تاوتریخوالی رامنځته کېږي، او په پای کې دولت حرکت کوي

March 11, 2026

ټرمپ پالیسۍ نه یوازې منځنی ختیځ ته لا زیاته بې‌ثباتي راوستې ده، بلکې په نړیوال سیاست کې د نوو بلاکونو د جوړېدو امکانات هم رامنځته کړي دي

March 11, 2026

د امریکا چارواکو د ابراهيم کايمي په نوم ۱۹ کلن افغان اصلي اوسېدونکی او د هغه یو همکار د نیویارک ښار په یوه مظاهره کې د بمي چاودنې د هڅې په تور نیولي دي. چارواکي وایي چې یاد کسان د داعش له افراطي نظریاتو اغېزمن شوي وو

March 10, 2026

بحرین یو هندی مخابراتي انجنیر د دې په تور نیولی چې ګواکې د اسرائیلو د موساد استخباراتي ادارې سره یې حساس جغرافیایي معلومات او د څارنې اړوند مواد شریک کړي دي

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *